سیمه

زلمی خلیلزاد: د خیبر لویه جرګه د پام وړ ګام دی

خلیلزاد د خیبر لویه جرګه د پښتنو د حقونو لپاره د پام وړ ګام وباله

ها خوا بیا ټي ټي پي خپلو وسله والو ته امر کړی چې د پاکستاني پوځ پر کمپونو او کتارونو خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د لویې جرګې جوړېدا یو هیله بخښونکی ګام وباله.

زلمي خلیلزاد په “ایکس” کې ولیکل چې له څو کلونو وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ ښه ورځې ولیدې او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د حکومت په مخالفت کې د جرګې جوړول د پام وړ ګام و.

پښتنو قامي لویه جرګه او پي ټي اېم

هغه زیاته کړه، که څه هم د ارزونې لپاره لا وختي دی، خو هغو بریاوو ته په کتو چې دوی ترلاسه کړي، د پي ټي ایم مشرتابه هڅې د هیلو وړ دي.

خلیلزاد خبرداری ورکړ چې د پاکستان د حکومت، په ځانګړې توګه د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم غبرګون به د جرګې په اړه منفي وي.

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: د پښتنو قامي عدالت جرګه: په ۲ میاشتو باید د پښتون له خاورې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې ووځي

خلیلزاد وویل، د پاکستاني چارواکو له احتمالي غلیمانه اقداماتو سره سره خپلو اهدافو ته په رسیدو کې د جرګې د تنظیموونکو وړتیاوې د اهمیت وړ دي.

په پاکستان کې بې ثباتي

خلیلزاد وړاندې ویلي: سره له دې چې د بې ثباتۍ او حتی نښتې احتمال نه شي ردولی. ده زیاته کړې، که څه هم پي ټي ایم د سوله‌ییزو لارو چارو هرکلی کوي، خو دوی د نورو انتخابونو لپاره هم تیاری نیسي.

د پښتنو د قومي عدالن درې ورځنۍ لویه جرګه د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین، د جرګې په پای کې په خپله وینا کې پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

خو ها خوا بیا ټي ټي پي خپلو وسله والو کسانو ته امر کړی چې د پاکستاني پوځ پر پوستو، کمپونو او کاروانونو خپلو وسله والو بریدونو ته زور ورکړي.

ټي ټي پي په ځینو تبادله شوو، پیغامونو کې وايي چې موږ وسلې نږدو او د پاکستان پر وړاندې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

پي ټي اېم او د پښتنو قامي عدالت جرګې دا پرېکړه کړې چې د پوځ په ګډون به وسله وال هم له پښتونخوا وځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button