Uncategorized

زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې سرعت راوستلو په موخه دوحې ته تلی

زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې سرعت راوستلوپه موخه دوحې ته زي.د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی له طالبانو سره د خبرو لپاره نن ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره وویل چې خلیلزاد به پر طالبانو فشار راوړي چې جنګ ودروي او د سیاسي جوړ جاړي لپاره خبرې وکړي.ځکه افغانان نور دجنګ څخه تنګ دي اوغواړي چې دسولې خبرو له لارې یو تفاهم ته ورسیږي تر څو نور دافغان وژنه بنده شي.

غني تازه بیان د سولې په اړه 897x494 1

همدا راز نوموړی به په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي څو طالبان جګړه ودروي اوهم به په دوحه کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکو ناستو کې ټینګار وکړی، چې د زور له لارې واک ته رسېدل ورته د منلو نه دي او باید د اوربند لپاره جدي هڅې وشي.

ټاکل شوې چې په هغه غونډه کې به نن د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړیږي او درې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د دولت او طالبانو استازي او د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړو هېوادونو استازي ګډون وکړي.او پر مهمو موضوعاتو به وغږیږي.

د افغانستان د دولت په استازیتوب په دې غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی ګډون کوي.اودوی به هم خپل دریځ اعلانوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button