نړیوال خبرونه

زلمۍ خلیلزادنبیل څخه ولسمشرغني ته شکایت کړی

زلمۍ خلیلزادنبیل څخه ولسمشرغني ته شکایت کړی د سرچینیو له معلوماتو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاددملي امنیت پخوانۍ ریس رحمت الله نبیل څخه ولسمشر غني ته شکایت کړی دی،

نبیل په دې یو څه وخت وړاندې له هغو رازونو پرده پورته کړه چې طالبانو او د پاکستان څارګرې ادارې د افغان حکومت پر وړاندې شوم پلانونه په نضر کې نيولي وواو غوښتل یې په یو شمېر ولایتونو باندې تهاجمي حملې وکړي او لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره یې ورته سقوط ورکړي .سرچینې له مخې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، دولت بايد د هغو کسانو پر وړاندې په سمه توګه اقدام وکړي چې په وینا یې سوله تخريبوي. په داسې حال کې چې نبیل د طالبانو شوم راز په ډاګه کړ چې بیا وروسته یې د خلیلزاد پر وړاندې د ولسمشر د توند غبرګون په ترڅ کې فایده وکړه،

زلمي خلیلزاد ریس جمهورغني ته له رحمت الله نبيل څخه د شکايت په ډول ويلي چې اوس طالبان د سولې چوکاټ ته داخل شوي او بايد ورپسې مخربانه تبليغات و نه شي او حکومت دې د دغو کسانو مخه ونيسي.رحمت الله نبیل په دې وروستيو کې پرلپسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پټو معاملو پرده پورته کړې او د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې په وروستي ټويټ کې ویلي که د طالبانو مشر په بند کې و، نو د هغه بچيان له کوم ځايه شول؟ اشاره يې دې ته وه چې ملا برادر د سولې پر سر د امريکا او پاکستان ډيل لپاره قطر ته لېږدول شوی دې

نوموړي دغه راز هغه ته د پاکستاني او افغان پاسپورټونو د صادرېدو ترمنځ د نېټې توپير ته په اشارې ويلي، چې ملا غني برادر په پاکستاني پاسپورټ قطر ته لېګدول شوۍ .په ارګ کې یوه سرچينه وايي، کابل ته د خليلزاد د وروستي سفر پر مهال ولسمشر غني هغه ته شکايت وکړ، چې طالبان له خپلې توافق سرغړونه کوي اوحملې يې د تېر په پرتله دوه او ان ځينې مهال درې برابره زيات شوي دي، خو په ځواب کې خليلزاد ورته ویلي وو چې طالبان هم له افغان دولت څخه ورته شکایت لري.

یادې موضوع سره د ریس جمهوراول مرستيال امرالله صالح، چې په همدې جلسه کې حاضر و، خليلزاد ته د دې پوښتنې په ځواب کې وويل: ته اوس د طالبانو وياند يې او که د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازی ویل کېږي دې خبرې سره خلیلزاد یوه ترخه موسکا کړې وه او چوپ پاتې شوۍ وو،

دا هم باید یاده کړو په دې وروستیو کې خلیلزاد هم د عامو افغانانو تر سختو نیوکو لاندې دی او هغه د طالبانو په هم نظرۍ تورنوي.دا په داسې حال کې ده چې په سوله کې د خليلزاد په رول شکونه ورځ تر بلې زياتېږي او تازه په امريکا کې هم په ټرمپ او خليلزاد د اپوزيسيون انتقادونه له دې وجې زيات شوي چې د سولې خبرو کې يې طالبانو ته بيخي زياتامتیاز په نظر کې نيولۍ،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍچې باید ڼول سیاسیون امریکا او طالبان دا هرڅه موضوع ونه ګرزوي اودسولې مزاکراتو ته زیان ونرسوي او ټوولې خواوې سولې ته کار هم وکړي او هر هغه اقدام وکړي چې کوم سولې ته افغانان رسوي، او باید که قربانۍ ته هم اړتیا وه نو باید قرباني هم ورکړي که موقف پریخودو ته اړتیا وه موقف نه هم باید ورته تېر شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button