هنر او ادب

زینت امان هغه مخکښه اداکاره چې بالیووډ کې یې د ښځو سنتي رول مات کړ

زینت امان په بالیووډ سینما کې هغه اداکاره وه چې په فلمونو کې یې د ښځو سنتي رول مات او په نوي بڼه ولوبېده

زینت امان په بالیووډ کې پر ښایست، معصومیت او په فلمونو کې د ښه رول په ادا کولو ډېره مشهوره وه. د بالیووډ هغه دوره چې دغه مخکښه اداکاره پکې لوبېدلي، د طلایي دورې په نوم هم یادېږي.

هغه د ۱۹۵۱ کال د نومبر په ۱۹ د هند په ممبیي ښار کې زېږېدلي وه. زینت امان د خپلې ځانګړي هنري استعداد پر بنسټ په هندي فلمونو کې د ښځو رول له سره تعریف کړ.

aman2
زینت امان او د بالیووډ بل ستوری امیتابچن

هغې د هنري استعداد درلودلو ترڅنګ په فلمونو کې د لوبېدو ځانګړي مهارتونه هم لرل چې په خپل دور کې یې د همدې مهارتونو پرمټ وکولی شول چې د هغه وخت د نسلونو زړونو ته لار پیدا کړي او خپل مینه وال ډېر کړي.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

نور ولولئ: د هنر نړۍ؛ د بالیووډ هغه فلمونه چې میلیونونو خلکو انلاین کتلي

امان د خپلو وړتیاوو پرمټ د هندي ټولنې د مډرانیزم کولو په برخه کې یو سمبول وګرځېده. هغه د هند په فلمي صنعت کې یو ستوری بلل کېږي او ترننه یې نوم د هنر په برخه کې ځلېږي.

aman3
زینت امان هغه مخکښه اداکاره چې بالیووډ کې یې د ښځو سنتي رول مات کړ

د ښکلا تر شهزادګۍ او د بالیووډ تر هنره

زینت امان د ښکلا په برخه کې د شهزادګۍ لقب وړی و. هغه دومره ښایسته وه چې د اکثره خلکو په خوله یې د ښکلا کیسې او صفتونه کېدل. هغې د هندي سینماګانو له پردو خپل ښایست خلکو ته وښود او ډېر یې د دین کولو په ارمان و چې کاشکې په ژوند کې یې یو ځل له نږدې لیدلی وای.

د ښکلا تر څنګ هغه وتوانېده چې فلمي هنر له لارې خپل هنري ځواک د بالیووډ تر اوسنیو اداکارانو راورسوي او پر خپل عالي هنر، ښکلا او مهارتونو یې اغېزمن کاندي.

د زینت امان او هغې ته د خلکو پام

زینت امان هغه وخت په خلکو کې د خپل ځان په اړه غوغا جوړه کړه چې په ۱۹۷۱ کې یې «رالهان» فلم د سینما پر پرده وښودل شو.

aman1
زینت امان هغه مخکښه اداکاره چې بالیووډ کې یې د ښځو سنتي رول مات کړ

هغه په یاد فلم کې په داسې بڼه لوبېدلي وه چې په هندي فلمونو کې یې د ښځو رول ډېر مهم او له سره تعریف کړ.

په هغه وخت کې هندي ټولنه کې هم ځینې محدودیتونه وو چې ددغه محدودیتونو ماتولو به په ټولنه کې غوغا رامنځته کوله، خو د رومان په څېر حساس موضوعات بیا زینت امان په داسې هنر او مهارت ټولنې ته وړاندې کړل چې د حساسیت ښودلو پرځای یې خلکو هرکلی وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button