Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

ستانکزی: اسلامي امارت دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د اسلامي امارت د مخکیني رهبر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوه. په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر هغه څه چې، د ښځو د حقوقو او په ځانګړې توګه د زده کړو حق نه ورکړه ګڼي نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، دا د حکومت مسوولیت دی چې، ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. شیرمحمد عباس ستانکزي په دغو مراسمو کې وویل چې، ښځې د هېواد نیمايي نفوس دی او باید هغه حقونه ورکړل شي چې په اسلام او افغاني کلتور کې دي. ښاغلی ستانکزی وايي، په اقتصادي او سیاسي برخو کې کافي کار نه دی شوی او خلک د اقتصادي ننګونو له امله له هېواده تښتي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي ورکړي، تراوسه پورې ګونډه خپل اختیار نه لري چې مېړه وکړي، پېغله اختیار نه لري چې مېړه وکړي، ښځې ته چا په میراث کې حق نه دی ورکړی حتا ښځه خپل میراث غوښتلی نه شي چې وې غواړي ټوله دنیا پرې خاندي او خلاف د شرعیت وايي چې دا خپل میراث غواړي. د تعلیم حق چا نه دی ورکړی، په افغانستان کې تعلیم شته خو کما حقوقه نشته، ور دې کړي اوس دا حق، ښځې به حساب چېرته زده کوي شرعیت به چېرته زده کوي؟ خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي.» 

نوموړي همداراز زیاته کړه چې، خلک د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده د تېښتې په حال کې دي:«په مېلیونونو انسانان بې کاره دي خلک د وطن له سرحداتو تښتي، د څه لپاره؟ اقتصادي مشکل لري. په دې هرات کې تاسو څه وخته مخکې ولیدل په سلګونه افغان په کې مړه شول که مړه نه شول، د نیمروز په سرحدونو وګورې هره ورځ ۲۰۰۰ انسانان تښتي، چې ترې پوښتنه کوئ اکثراً یې اقتصادي مشکلات لري، مجبوره دي، داسې پاکستان او نورو ملکونو ته ځي. دا اوس د دې حکومت وظیفه ده چې دوی ته وظیفه پیدا کړي.»

نور یی ولوله | د متحده عربي اماراتو له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه

ښاغلی ستانکزی په دې برخه کې سیاسي هڅې کافي نه بولي او په دې برخه کې د سیاسي کړنلارې پر جوړېډو ټینګار لري:«او ای سي څوکۍ له موږ سره نشته، ملل متحد څوکۍ له موږ سره نشته، اروپا کې موږ نماینده ګي نه لرو دا باید وشي. دا زه نه وایم چې څه خبرې وشي مشکلات په مخ کې شته؛ خو د یو قوي سیاسي پلان له مخکې موږ کولای شو دا ټول مشکلات له منځه یوسوو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم څرګنده کړه:«که افغانستان له ټکر او خطره ساتئ نو د ټولو افغانانو لحاظ به هم ساتې، موږ همیشه بهرنیانو ته وايي تاسې موږ ته وخت راکړئ فرصت راکړئ همکاري راسره وکړئ.» د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم وویل:«پرافغانستان باندې یې بندیزونه لګولي او د افغانستان پر خلاف توطیې جوړوي، راشې میدان ته چې لس ورځې وروسته، شل ورځې وروسته، کال وروسته، یو څه منئ، نن یې ومنئ.» په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا د مرستیالانو په ګډون ګڼو چارواکو ګډون درلود او د اختر محمد منصور له کړنو یې یادونې وکړې.

د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل:«د اسلامي امارت په لیکو کې وحدت او یووالی، نظم او دسپلین، په زړورتیا او ښې ګڼې سره رهبري کړل.» د اسلامي امارت مخکینی رهبر ملا اختر محمد منصور له نن څخه شپږ کاله مخکې په همدې ورځ په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button