سیمه ییز خبرونه

ستانکزی: د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل خیال او خوب دی

عباس ستانکزی وايي چې په عمر کې مو ډیورنډ په رسمیت نه دی پېژندلی او پېژندل یې خوب او خیال دی

هاخوا ډېری افغانان په دې نظر دي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ د افغان ولس د پام اړولو لپاره یوه زرګري جګړه ده، خو بل لور ته پاکستاني استخباراتو بیا د خپلو ګټو لپاره پر طالبانو ډېری ظلمونه کړي او دوی یې له امریکا نه د ډالرو اخیستو په مقابل کې زندانونو ته اچولي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی.

ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.

durand line
د ډیورنډ فرضي کرښه چې پاکستان ترې اغزن سیم تاو کړی دی.

د ویزې او پاسپورټ اصول پلي کول نه منل کېږي

عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

نور ولولئ: عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

نور ولولئ: عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ عکس العمل ته نه مجبوروي

ستانکزی همداراز د ډیورنډ کرښې په اږودو کې د پاکستان لخوا اقداماتو په اړه وايي: «د دوی دا عمل او دا تصمیم به د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع را سر ته کیږي، او انشاالله دا ملکونه به ازادیږي.»

ستانکزي پاکستان ته په اشارې سره وویل چې دغه هیواد په ډېر ظالمانه توګه افغانان له هغه ځایه باسي او ورته وايي تاسو خپل وطن ته لاړ شئ: « دوی په دې شرمیږي هم نه او نه هم په دې حیا ورځي چې دا وطن خو د دوی دی او زمونږ وطن خو نه دی کنه»

portrait of henry mortimer durand
انګریز ډیورنډ چې څه باندې سل کاله وړاندې یې اوسنۍ کرښه تېره کړه.

پاکستان د طالبانو پرضد امریکا او ناټو ته زمینه برابره کړي

د طالبانو دغه چارواکی د پاکستان په اړه یو بلې موضوع ته هم اشاره وکړه: «دا چې افغانستان ته په شلو کلونو کې هره مرمۍ راغلې هر توپ او طیاره راغلې ده، زما د مجاهد پر تندي او سینه لکېدلې ده، ددې تاریخ معلوم دی او خلک یې معلوم دي مدعیان زمونږ معلوم دي، که افغانستان ارامه کېدو او پر خپلو پښو درېده بیا به د هرې مرمۍ حساب سره کوو.»

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ کرښې په بحثونه توده دي او دواړه لوري مقامات د ډیورنډ کرښې په اړه خپل دریځونه بیانوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان موقت لومړی وزیر انورالحق کاکړ بیا د ډیورنډ فرضي کرښه یوه نړیواله کرښه بللي وه چې هغه وخت هم طالبانو غبرګون ښودلی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button