سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

سراج‌الدین حقاني ویلې، پاکستان باید د کورنیو ستونزو په اړه کابل تورن نه کړي

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویلي، پاکستان دې خپلې ستونزې خپله حل کړي

سراج الدین حقاني ارزګان ته د سفر پر مهال ویلي، د پاکستان ستونزه له دوی سره نه، بلکې کورنۍ موضوع ده او دا چې پاکستان يې باید پخپله د حل لپاره ګامونه واخلي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د دواړو لورو د ناندریزو څرګندونو تر سیوري لاندې دي.

نور ولولئ: شهباز شریف طالبانو ته؛ پاکستان ته دې د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

پاکستان بیا بیا تور لګولی چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ عوامل په افغانستان کې دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکي بیا دا تشه ادعا او بې بنسټه تور بولي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلي دي؟

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست دغه تازه څرګندونې ښيي چې د اړیکو د لا ترينګلي کېدو شونتیا شته دی.

سراج الدین حقاني ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې پاکستان له دوی سره ستونزه نلري او دا چې ګوندې ستونزې یې کورنۍ مسئله ده.‌

هغه دا ټینګار هم کړی چې که پاکستان وغواړي د زور خبره وکړي نو دواړه ملتونه به زیانمن شي.

کابو میاشت وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په روښانه ټکو تور لګولی و چې “هغه ترهګر چې د پاکستانیانو وینې یې تویې کړې دي، د افغانستان په خاوره کې دي”.

تر هغه وړاندې ګڼو نورو پاکستاني چارواکو هم بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتوالي ادعا کړې وه.‌

د ټي ټي پي ستونزه له پاکستان سره هوارېدلی شوه

سراج الدین حقاني ویلي، دوی له پاکستان سره د پاکستاني طالبانو د موضوع په حل کې وروستي پړاو ته نږدې شوي وو، خو نوموړي په پاکستان کې وروستي بدلونونه او د ملکي او پوځي چارواکو بدلېدل د دې لامل وبلل چې دا ستونزه له حل کېدو پاتې شي.

د روان زېږديز کال په سر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ملي امنیت په غونډه کې سیاسي او پوځي مشرانو پرېکړه کړې چې له “ترهګرو” ډلو سره به هېڅ راز خبرې او مذاکرات نه کېږي او پر ضد به یې د “نه زغملو” تګلاره غوره کېږي.

نور ولولئ: پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

ګڼ شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د پاکستاني طالبانو تحریک او پاکستان حکومت ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب او کوربتوب اسلام اباد ته په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور پلمه په لاس ورکړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button