ځاییستاسې اند او نظرسیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

سراج حقاني ته د پاکستان وروستیو ناامنیو کې ښکېل ځانمرګي غږیز پیغام

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني په نوم د پاکستان وروستیو بریدونو کې ښکېل ځانمرګي پیغام خپور شوی

یوې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان وروستیو بریدونو کې ښکېل یوه ځانمرګي تر برید وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزیر په نوم یو غږیز پیغام لېږلی.

په دې پیغام کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، د طالبانو غړی له افغانستانه بهر پر «جهاد» ټینګار کوي.

هغې امنیتي سرچینې چې دغه غږیز پیغام افغانستان انټرنشنل ته لیږلی وايي، دا غږ د طالبانو د یوه غړي دی چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

په غږیز پیغام کې له افغانستانه بهر پر جهاد پراخولو ټینګار

په دې غږیز پیغام کې د طالبانو غړی سراج الدین حقاني ته وايي، له حقاني سره یې د دې لپاره بیعت نه و کړی چې په کابل کې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته به «جهاد» ودروي.

هغه ټینګار کوي چې له افغان طالبانو سره یې ځکه بیعت کړی و چې اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم شي.

په دې غږیز پیغام کې سراج الدین حقاني ته د «خلیفه صاحب» په نوم اشاره شوې او ورته ویل شوي چې ته زموږ مشر یې او تر قیامته به زموږ مشر پاتې شې.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

نور ولولئ: اسلام اباد نړیوالو ته له کابل سره د اړیکو نوي لارې وړاندیز کړل

د طالبانو دغه غړی له سراج الدین حقاني او هغو کسانو ته چې د فدایي ملګرو په نوم یې یادوي، وايي: پاڅیږی او هغه دښمن په نښه کړی چې ستاسو په زړه یې تجاوز کړی دی.

نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د دغې ډلې له غړو وغوښتل چې پاڅیږی او د استشهادیانو صفونه مضبوط کړی.

طالبان معمولاً ځانمرګو بریدګرو ته “فدايي” او “شهید” وايي.

په دې پیغام کې د سراج حقاني له نږدې کسانو ګیله

په دې پیغام کې د طالبانو غړی د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو د پیغامونو د نه پاملرنې او له هغه سره د ناوړه چلند له امله ګیله کوي.

هغه د “مهاجرو ملګرو” په نوم د کسانو یادونه کړې چې ښايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) غړي وي.

په دې غږیز پیغام کې ویل شوي: په طبیعي توګه، مهاجر ملګري په وړو خبرو خپه کیږي.

د طالبانو دې غړي له سراج الدین حقاني غوښتي دي چې «مهاجر ملګري» یې وساتي او که نه شي کولای له هغوی سره دې خدای پاماني وکړي.

د یادونې وړ ده چې سراج الدین حقاني د ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوی طراح و او اوس هم ځانمرګي بریدګر لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button