Uncategorized

سري لنکا په دریمه ۵۰اوریزه لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ستره ماته ورکړه

دا دریمه ۵۰ اوریزه لوبه وه چې افغان لوبډله پکې د سري لنکا له لوري له سترې ماتې سره مخامخ کېږي

افغانستان د یو ورځنیو کرېکټ لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه سري لنکا ته په ۷ وېکټو بایلوده. افغانستان په نننۍ سیالۍ کې له لومړۍ توپوهنې وروسته سیالې شري لنکایۍ لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په اوټېدو د ۲۶۷منډو هدف وټاکه.

سري لنکا لوبډلې بیا د درې وېکټو په زیان سره په داسې حال کې هدف ترلاسه کړ، چې ۸۸ توپونه یې لا پاتې وو.

له دې مخکې افغان لوبډلې ټول توپونه ونشوه لوبولی او ۴۸.۲ اورونو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول، دا پرلپسې دویم ځل دی چې افغان لوبغاړي له ټاکلو اورونو مخکې اوټېږي.

د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه

دا لوبه (د فبرورۍ ۱۴مه) د سري لنکا کينډي ښار پالیکلي لوبغالي کې وشوه، د یادې لوبې بچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په افغان لوبډله کې نن د نور احمد او ګلبدین نائیب پر ځای فرید احمد او شرف الدین اشرف لوبې ته غوره شوي وو.

422083525 904643331665733 2260273778700226935 n
رحمت شاه زرمتی

نن د افغان لوبډلې د لوبې پیل او بیا د وېکټو ملګرتیا ډېره بده نه وه، که څه هم ډېره چټکه لوبه یې ونه کړه.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه ۵۰اوریزه لوبه هم سري لنکا ته وبایلله

نور ولولئ: د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

نور ولولئ:  د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

هغه مهال چې د افغانستان ټولې منډې ۳۹ وې، د پیل پیاوړی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ چې د ډېرو منډو او ښې ملګرتیا تمه ترې کېږي، د منډې جوړولو پر مهال په ۱۳ منډو زر وسوځېد.

پرله پسې د شهیدي سوزېدل

424779419 904643314999068 7905234659657598319 n
د عظمت الله عمرزي پنځوسیزه

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې لږ تر لږه دوه لوبغاړو رحمت شاه زرمتي او عظمت الله عمرزي پنځوسیزې جوړې کړې خو لوبډلمشر حمشت الله شهیدي یو ځل بیا په منځ کې د لوبډلې ښه ملګرتیا ونشوه کړای.

هغه نن په پنځو منډو وسوځېد، دویمه لوبه کې یې نهه او لومړۍ هغه کې یې د سري لنکا خلاف اووه منډې کړې وې.

په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز د افغانستان په ګټه ۴۸، رحمت شاه ۶۵، عظمت الله عمرزي ۵۴، اکرام علیخېل ۳۲ او محمد نبي چې په وروستیو کې یې د چټکې لوبې هڅه کوله په ۱۴ منډو کېچ اوټ شو. قیس احمد هم له یوې شپږیزې وروسته په بل بال کېچ اوټ شو.

د یادونې وړ ده چې سري لنکا افغان لوبډلې ته پرله پسې ماتې ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button