نړیوال خبرونه

سرچینۍ:نن ورځ به ۱۰۰ نورطالب بنديان ازاد شي

سرچینۍ:نن ورځ به ۱۰۰ نورطالب بنديان ازاد شي يوې سرچيني رسنیو ته ويلي چې افغان دولت په نظر کې لري چې د نن ورځي تر يايه د طالب بندیانو پاتي ۱۰۰ تنه نور هم ازاد کړي، دغه سرچینۍ زیاتوي چې طالبانو هم منلي چې د افغان پوځ ۲ نور کوامانډويان ازاد کړي،

دغو ۱۰۰ تنه بندیانو ازادېدو سره به د طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ تکمیل شي.بايد ويل شي چې د هغه ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو له ډلې يې ۸۰ تنه د سولی مشورتي لويې جرګې له پريکړي او د ولسمشرغني له فرمان وروسته سم دلاسه ازاد شول.خو دپاتي ۳۲۰ نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا په سره په په نړيواله کچه او د افغان دولت او طالبانو تر منځ ناندريۍ او جنجالونه رامنځته شول.چې له دوو اونيو ځنډ وروسته اوله چپه ۴۷ تنه طالب بنديان د دوشنبې ماښام تياره له څرخي پله خوشې شول . له هغه وروسته پرون ماښام ناوخته هم افغان حکومت اعلان وکړ چې ۱۵۳ تنه نور طالب زندانيان يې ازاد کړل،

اوسمهال يوازي له افغان دولت سره د هغه خطرناکو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلي يوازي ۱۰۰ تنه طالب زندانيان پاتي دي خو د سرچينې په خیره دغه پاتي ۱۰۰ تنه به هم د نن ورځي تر پايه ازاد کړل شي .داسي ويل کيږي د افغان دولت او طالبانو ترمابین يوه پټه هوکړه شوي چې افغان دولت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ يوه برخه ده.بل پلو بيا طالبانو هم ويلي چې دوی هم د افغان پوځ ۴ کومانډويان خوشي کړل چې له دوی سره په بند کې وه.داسي ويل کيږي دغه کومانډويان د کندهار د والي دفتر ته سپارل شوي. خو لا هم دولتي مسولینو په دې اړه چه ندي ویلي،

یادې دا هم ويلي د طالب زندانيانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو د مرکچي پلاوي سره د سولي په خپل منځي خبرو اترو باندي خبرې وکړي .هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی ټاکلۍ ،

دغه ډلې څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب بندیانو له خوشي کيدا وروسته به ډير د یولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به خبري اتري وشي.د يادولو وړ ده چې يوه اونۍوړاندې د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خبري غونډه کې ويلي وو چې ډير ژر به خپلمنځي مذاکرات شروع شي،

ځیني سرچينۍ وايي چې طالب مشران د پاکستان له سفر وروسته د اوربند او د بين الافعاني مذاکرات ژر پيل ته قانع شوي.که څه هم د طالبانو له خوا يوازيني شرط د پاتي طالب زندانيانو خوشي کيدا ده. چې اوس هغه مشکل هم حل شو،

اوس دواړو لوریو ته پکار دا ده چې باید سره کیني او د سولې نورو جزیاتو باندې وغږيږي ترڅو دا اوسني وضعیت څخه اوزي او سولې ته ورسږي، افغانان ډېر ارمانونه لري، اوسمهال افغان وګړي بازې ولایاتو او سیمو ته سفر نشي کولۍ نو چې سوله راشي افغانان به ټول افغانتسان کې سفر وکړۍ شي او د ازاد ژوند خاوندان به شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button