سعودي به د ۲۰۲۴ فوټبال نړیوال جام کوربه وي
له دې داوطلبۍ اسټرالیا په شا شوې او سعودي عربستان به ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کوربه وي
د ۲۰۳۴ نارینه وو فوټبال نړیوال جام کوربهتوب ته د استرالیا د بولۍ له نه سپارلو وروسته اوس سعودي عربستان د دغه جام کوربهتوب کوي.
نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ حجاب لرونکې لوبغاړي د مینهوالو پام ور اړولی
د استرالیا فوټبال خپله پرېکړه د سې شنبې په ورځ د دغه جام د کوربه توب لپاره د لېوالتیاوو ثبتولو ته د فیفا له ټاکل شوي وخت یوازې څو ساعته مخکې ډاګیزه کړه. سعودي عربستان یوازېنی بل هېواد دی چې داوطلبي کوي.
اسټرالیا له دې داوطلبۍ په شا شوې
فوټبال اسټرالیا په یوه بیان کې ویلي: “موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې د ۲۰۳۴ سیالیو لپاره دا کار ونه کړو”.
د اسټرالیا حکومت وايي غواړي خپلې هڅې په ۲۰۲۶ کال کې د AFC ښځینه اسیایي جام او په ۲۰۲۹ کال کې د کلب نړیوال جام پر کوربه توب ور ټولې کړي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام به په متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا کې ترسره شي.
نور ولولئ: فوټبال؛ افغانستان نړیوال جام ته د لار موندنې نوي پړاو ته ورسېده
مراکش، پرتګال او اسپانیا به د ۲۰۳۰ کال د ټورنمنټ کوربه وي، چې په ارجنټاین، پاراګوای او یوراګوای کې به يې هم ځینې لوبې وشي.
سعودي یوازنی سیال بلل شوی دی
فیفا ویلي وو چې د ۲۰۳۴ کال نړیوال جام به په اسیا یا اوشیانیا کې ترسره شي او د اسټرالیا داوطلبۍ د سعودي عربستان لپاره یوازینی احتمالي سیال بلل کېده چې د فیفا له پرېکړې لږ وروسته یې د داوطلبۍ اعلان وکړ.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د ملاتړ له ترلاسه کولو سره سره، سعودي عربستان ته به د یوه لانجمن کوربه په سترګه وکتل شي.
فیفا په سعودي عربستان کې د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال جام د سپانسر کولو پلان د اسټرالیا او نیوزیلینډ د ګډو کوربه توبونو، لوبغاړو او سپانسرانو له غبرګون وروسته لغوه کړ، خو سعودي عربستان تېر کال د ښځو د ټیم له جوړولو وروسته د ۲۰۳۵ کال د ټورنمنټ کوربه توب ته لېواله دی.
داسې ویل کېږي چې د ۲۰۲۲ نارینه ټورنمنټ په شان، د ۲۰۳۴ به تقریبا په ژمي کې ترسره شي، ځکه چې په اوړي کې به هلته هوا ډېره ګرمه وي.
د سعودي عربستان د عامه پانګونې فنډ (PIF) په ۲۰۲۱ کې د نیوکاسل یونایټډ اخیستل بشپړ کړل او مدیر ایډي هو وویل: “ریاض او جدې ته زموږ سفرونه دوه خورا مختلفې تجربې وې.
نور به وکتل شي چې سعودي په څه ډول ددې نړیوال جام کوربه توب کوي.