سعودي عربستان عمره کوونکو ته وېزه نه ورکوي

ځړول شوی:فبروري 27, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

عربستان د کرونا ویروس د ورتلو له وېرې دغه هېواد ته د عمره کوونکو ورتګ ځنډولی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته ویلي چې هغو هېوادونو ته له سفرډډه وکړي چې کرونا ویروس په کې خور شوی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وایي داګام یې له کرونا څخه د وقایې په خاطر اخیستی دی.

 په دې تدابیرو کې  د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي. سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې دي.

سعودي  دغه راز خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي. سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.

د ایران په ګډون د سعودي ګڼو ګاونډیو هېوادونو هم ویلي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې. په افغانستان، پاکستان، بحرین، عراق، کویت، عمان او لبنان کې هم د کورونا وېروس مشکوکې او ان ځینې ثابتې شوې

رپوټ لیکي د ایران ته د زیارت کوونکو تګ راتګ او په پولو کې د کنترول او تشخیص د بشپړ سیستم نشتوالی د دې لامل شوی چې په کرونا اخته کسان له دغه هیواده نورو هیوادونو ته لاړشي او دا ویروس ولیږدوي.

نیویارک ټایمز وایي ایران د کرونا له پاره ترچین وروسته دوهم مرکزګرځیدلی. د ورځپاڼې په باور له ایران څخه عراق، افغانستان، بحرین، کویټ، عمان، لبنان، متحده عرب اماراتو او حتی تر کاناډا پورې د کرونا ویروس لیږدول شوی دی.

د ایران د رسمي شمېرو له مخې په دغه هیواد کې تراوسه ۶۴ کسان په کرونا اخته شوي چې له امله یې تراوسه  ۱۴  کسان مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *