نړیوال خبرونه

سعودي مفتي: داخترلمونځ باید په کورونو کې ادا شي.

کرونا ویروس یو داسې وبايي ناروغي ده چې د ژوند په ټولو چارو یی اغیز کړۍ دۍ ټوله نړۍ لا هم د کرنطین په حالت کې ده او ډیرو هیوادنو کې لا هم عام وګړي نشي کولۍ چې بیرون سفر وکړي. په همدۍ لړ کې د سعودي عربستان مفتي اعظم شېخ عبدالعزيز الشېخ وايي، چې په اوسني حالت کې د اختر لمونځ په کور کې ادا کېداى شي..

د عربي ميډیا د راپورونو له مخې ، له يوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې د سعودي عربستان مفتي اعظم او د سعودي عربستان د ساينټيفک اېنډ ريسرچ کونسل مشر شېخ عبدالعزيز الشېخ وويل، چې په نامناسبه حالت او په اوسنۍ نړيواله وبا کې خلک کولاى شي چې د اختر لمونځ په خپلو کورونو کې وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې لمونځ په کور کې کېداى شي، خلک کولاى شي چې په جمعه لمونځونه وکړي يا يې هم يوازې وکړي. د سعودي عربستان مفتي اعظم د سعودي عربستان وګړو ته په ټينګار سره وويل، چې د اختر لمونځ دې په خپلو کورونو کې ادا کړي، په اوسني حالت کې دې پلرونه خپل ډېرى وخت په کورونو کې له خپلو بچو سره تېر کړي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په سعودي عربستان کې د تراويح لمونځ په اړه هم خلکو ته ويل شوي و چې په خپلو کورونو کې يې وکړئ، په مسجد الحرام کې يوازې څو کسانو ته د تراويح د لمونځ اجازه ورکړل شوې وه او د پنځه وخته لمونځ بندېز لګېدلى و.

همدا راز په سعودي عربستان کې د کورونا ناروغانو له ډېرېدو سره حکومت د کوچني اختر په ورځو کې بشپړ ګرځبندېز اعلان کړى دى.

سعودي مفتي: داخترلمونځ باید په کورونو کې ادا شي.

په افغانستان کې هم باید دډیر احتیات نه کار واخیستل شي. او عام وګړي باید کوشش وکړي چې د جوماتونو او غټو اجتماعاتو پر ځاۍ په کورونو کې لمونځونه ادا کړي اختر چې د خوشالۍ ورڅ وي باید همداسې په خوشالۍ یی تیر کړو او د انساني فاجعو نه مخنيوۍ وکړو

افغانستان کي د کرونا ویروس څخه د روغ شووکسانو شمېر ۷۸۴ ته پورته شو  او ۱۶۹ تنه بیا یی له امله مړه شوي دي. د هیواد په پلازمېنه کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۹۰۴ ته پورته سوې، چي لدې جملې یې ۲۶۱ تنه روغ سوي او ۲۵ تنه مړه دي. د کابل د روغتیا مشر خوشحال نبي زاده وايي چي د ډېر رش له امله موږ نسو کولای چي ناروغانو ته پر وخت ځان ورسوو. نبي زاده: زموږ ډلي ناروغانو ته په ۵ ساعتونو کي رسیږي، چي ساده سمپل یې واخلي.. 

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button