سیمه‌ییز

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د سمنګان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «حضرت سلطان» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه پرون (چهارشنبې، چنګاښ  ۱۱مه) په یک توتی سیمه کې د فیلډر موټر د چپه‌کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.

د سمنګان مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

بلخوا د سرپرست حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.

څه موده وړاندې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د ۸ زره «جي پي اېس» آلو د نصب خبر هم ورکړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button