Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

سور صلیب: په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د کچې د ټيټوالې په اړه اندېښنه لري

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو د کچې ټيټوالې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان روغتیايي خدماتو لاس رسی نلري. دغه کمېټې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه هیواد کې د بشري بحران زیاتېدو سره، د خلکو پر مخ زرګونه روغتیايي مرکزونه بند شوي دي او یا یې خپل فعالیت درولی دی.

د سره صلیب کمېټې په وینا په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو بندېدو او نه فعالیت له امله، ګڼ شمېر ناروغان د خپلې درملنې لپاره لیري سیمو ته ځي تر څو روغتون یا کلینیک ته ځان ورسوي. یادې کمېټې ټینګار کړی دی چې اوس مهال زیات خلک په شخصي روغتونونو کې د خپلې درملنې توان نلري.

په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ ویلي و چې د افغانستان روغتیايي سیستم د کرونا ویروس د څپې او شري ناروغۍ زیاتوالې له امله له زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.د دغه کمېشنرۍ په وینا د څه وخت راپدېخوا زرګونو روغتیايي کار کوونکو او افغان ښوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستی.

پر همدې مهال په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنې په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې په دغه ناروغۍ تر ډېره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کیږي. دغه بنسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې د کندز په روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ۴۰۰ ماشومان بستر شوي دي.

نور یی ولوله | پنجاب په اسانۍ سره د بنګلور ستر هدف پوره کړ او لومړۍ بریا يې خپله کړه

د بې پولې ډاکترانو په وینا دوی له شري ناروغۍ سره مقابلې او مخنیوي پرخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او اوس مهال یې په کندز د یادو ناروغانو د درملنې مرکز پراخ کړی دی. یادې ټولنې زیاته کړې چې په کندز کې ۸۰ سلنه ناروغان چې د دوی مرکز ته مراجه کوي، تنفسي ستونزې لري.

دا په داسې حال کیده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې د روان میلادي کال له پيل څخه په افغانستان کې په شري ناروغۍ اخته څه باندې ۱۸زره پېښې ثبت شوي دي چې له دغه جملې څخه ۱۴۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه سازمان د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پيل کړی چې په وینا یې ۱.۲ میلیون ماشومان به پکې واکسین شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button