لوبې

پنجاب په اسانۍ سره د بنګلور ستر هدف پوره کړ او لومړۍ بریا يې خپله کړه

د بېنګلور لوبډلې له خوا ټاکل شوی ستر هدف د پنجاب لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او د لیګ خپله لومړۍ لوبه کې يې بریا خپله کړه.

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل دریمه لوبه نن د رایل چېلنجرز بېنګلور او پنجاب کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې پنجاب کنکز پچه وګټله او بېنګلور ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپلیسي ۸۸ او ویراټ کوهلي ۴۱ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

نور یی ولوله | د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

د ۲۰۶ منډو هدف د پنجاب کنکز لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لومړۍ بریا يې په خپل نوم کړه.

د پنجاب لپاره شیکر دهون او بانوکا راجا پکسا ۴۳-۴۳ منډې وکړې او اوډین سمیت په ۸ توپونو ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې لوبډله يې بریالۍ کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړ.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button