نړیوال خبرونه

سيګار: ګڼ شمېر افغانان د ورځې یو ډالر عاید لري.

افغانستان کې له وروستیو څو لسیزو راهیسې، د جګړې د لمنې پراخېدل او وچکالي هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ یې ټکنی کړی او د عامو افغانانو د بې وزلۍ کچې په لوړولو کې یې تر ټولو قوي رول ادا کړی دی؛ خو بلخوا کله چې د طالبانو اسلامي امارت لمن له هېواد څخه ټوله او پر ځای یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ځینو هېوادونو ځواکونه او ادارې افغانستان ته راغلې او ولیدل شول چې ډېری عام افغانان له بهرنیو ادارو سره په مختلفو برخو کې پر کارونو بوخت شول او په دې توګه د بې کارۍ کچه هم په مصنوعي توګه تر ډېره ټیټه شوه؛

خو له ۲۰۱۴ ز کال را وروسته کله چې ډېری بهرني ځواکونه او ځینې بهرنۍ ادارې چې په هېواد کې یې عامو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو، له افغانستانه ووتې او ولیدل شول چې د بې کارۍ کچه په یو ځل او ناڅاپي توګه خورا لوړه شوه.

 له پلېخوا د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا په مرستود څار ځانګړې اداره وایي افغانستان لا هم نړې کې یوه بې وزله هېواد دی. د سیګر تازه راپور وایي ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یو ډالر لږ عاید لري.

 افغانستان کې میلیاردونه امریکایي ډالر د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او اقتصادي پراختیا کې د افغانستان د متحدینو لخوا ولګیدې، خو د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې تازه راپور وایي افغانستان د نړې یو بې وزله هېواد دی.

 د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلې ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یوه ډالر په کمو پیسو خپل ژوند چلوي. سیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي .
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وایي افغانستان د نړې په لسو بې وزله هېوادونو کې شامل دی چې ۵۵ سلنه اوسیدونکي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او څه باندې ۴۴ سلنه یې د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button