لوبې

سکاټلنډ او بنګله دېش خپلې لوبې وګټلی

 افغانستان  افغانستان

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لومړي پړاو سياليو کې نن دوې لوبې وشوې. لومړۍ لوبه د سکاټلنډ او پاپوا نيو په دې سيالۍ کې سکاټلنډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې

ګيني تر منځ وشوه چې سکاټلنډ د ۱۷ منډو په توپیر وګټله د دې په ځواب کې پاپوا نيو ګيني د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه يې وبايله د سکاټلنډ لپاره ريچي برېنګټن د ۷۰ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ متيو کراس ۴۵ او جورج مونسي ۱۵ مندې جوړې کړې د پاپوا نيو ګيني لپاره کبو موريا ۴، چاډ سوپر ۳ او سايمن اټي يوه لوبغاړی وسوځول    

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

په منډو جوړولو کې د پاپوا نيو ګيني لپاره نورمن وانوا ۴۷، اسد والا او کېپلن ډوريګا ۱۸ ۱۸ منډې وکړې د سکاټلنډ لپاره جواش ډيوي ۴، برډ ويل، السډر ايونس او مارک واټ يو يو لوبغاړی وسوځاوه دويمه لوبه د بنګله دېش او کوربه هېواد عمان تر منځ وشوه چې بنګله دېش د ۲۶ منډو په توپير سره وګټله بنلګه دېش د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړلو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې عمان ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه

. د دې لوبډلې لپاره محمد نعيم تر ټولو ډېرې(۶۴) منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ شکېب الحسن د ۴۲ او دريو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو د عمان لپاره بلال خان او فياض بټ درې درې، کليم الله دوې او ذيشان مقصود يوه وېکټه ترلاسه کړه.

د بنګله دېش له خوا ټاکل شوي هدف په ځواب کې عمان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۶ منډو په توپير وبايله

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button