Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

سیکان: پاکستان کې راباندې ترهګریزې حملې زیاتې شوي

پاکستان کې مېشت سیکان له ترهګریزو بریدونو ویره لري، وایي پر دوی بریدونو زور موندلی

د پاکستان په شمال لویدیځ کې میشت سیکان اندېښمن دي چې د دوی په خلاف ترهګریزو بریدونو زور اخیستی دی.

په پېښور کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغه برید پړه ومنله چې د سیکانو د ټولنې یو کس پکې ووژل شو او یو بل پکې ټپي شو.

د تارلوک سینګ کورنۍ چې د یوناني درملو په مټ د ناروغانو د درملنې کاروبار کوي، د ناامنیو له کبله خپله پلرنۍ سیمه تېرا پرېښودله او پېښور ښار ته کډه شول. خو وايي، اوس يې په پېښور کې هم ژوند په ارامه ندی.

هغه سیک چې پر ده د برید کیسه کوي

تارلوک سینګ پر خپل ځان د برید کیسه کوي. هغه وویل: “درې پر موټر سایکلونو سپاره کسان راغلل، لومړی یې ماته هسې وکتل، خو چوک ته لاړل. وروسته بېرته راستانه شول او د دوکان مخې ته ودرېدل. او وروسته یې پر موږ ډزې پېل کړې.”

نور ولولئ: ۵۵ سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته ولاړل

هغه وايي: “ما د لومړي ډز سره مقاومت وکړ، خو له څلورم ډز وروسته پر ځمکه راوغورځېدم او بې سده شوم.”

د بريد په سبا یې یو بل سیک، منموهن سینګ په یوه هدفي برید کې ووژل شو. داعش د دغو دواړو بریدونو مسوولیت ومانه.

د دوی لپاره د پېښور ناامنه کېدل

په پېښور ښار کې سیکان وايي چې دغه ښار اوس ورځ تر بلې د دوی لپاره نا امنه کېږي. د سیکانو د ټولنې مشر ساروف سینګ وايي، دا پېښې له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا روانې دي.

نوموړی زیاتوي: “تر اوسه هیچا د دې پېښو د مخنیوي لپاره کوم اقدام ندی کړی. دا پېښې په دوامداره توګه ترسره کېږي او هدف یې هم سیکان دي. زما وراره په ۲۰۱۸ کې په خپل دوکان کې ووژل شو، او زه تاسې ته ۳۰ دغه ډول پېښې شمارلی شم.”

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

په سیمه کې تازه تازه پر دریو تنو چې په مذهبي لږه کیو پورې اړوند دي، بریدونه شویدي. پدغو کي یو یې سیک، او دوه نور یې عیسویان وو.

خو د سیکانو د ټولنې مشران وايي چې پر دوی د بریدونو په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي. د سیکانو ځايي مشر بابا جي ګورپال سینګ د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۳۵ زرو زیات سیکان ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دا ډول پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button