لوبې خبرونه

شاهد افريدى:لور مې نا جوړه نده

شاهد افريدى:لور مې نا جوړه نده د پاکستان کرکټ ملي ټيم پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي هغه خبرونه رد کړل، چې ويل کېدل د نوموړي لور ناروغه ده.هغه ویلي زما لور جوړه ده او هيڅ ډول مریضي نه لري.

ښاغلي اپريدى چې په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې کپتان و، په ٣ لوبو کې د پرلپسې ماتې خوړلو وروسته په عاجل ډول پاکستان ته لاړ.هغه په يو ټويټ کې ويلي و، چې په کور کې يې يو عاجل کار پېدا شوى دى او د هغې له امله لنکا پريمئير ليګ په نيمايي کې پرېږدي، وروسته په ټولنيزو رسنيو او همدا راز ځينو رسنيو کې هم وويل شول، چې د شاهد اپريدي لور ناروغه ده او په روغتون کې بستر ده، نو ځکه نوموړى له سريلانکا څخه په عاجل ډول پاکستان ته بېرته ستون شو.

اوس تازه شاهد اپريدي له پاکستاني ميډیا سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هغه لور ناروغه نه ده او په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه غلط خبرونه خپرېږي.د پاکستان جنګ وېبپاڼې په يو راپور کې ليکلي دي، چې شاهد اپريدي په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي دي، چې د لور د ناروغتيا په اړه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرېدونکي خبرونه بې بنیاده دي او هیڅ حقیقت نه لري.

هېره دې نه وي چې شاهد اپريدي په وروستۍ لوبه کې له نوين الحق سره شخړه هم کړې وه، چې له هغه وروسته په بله لوبه کې ونه لوبېده او پاکستان ته ستون شو.د هغه له پاکستان ته ستنېدو وروسته ګال ګليډيټرز په دوه لوبو کې بريا خپله کړه او پلى اف پړاو سياليو ته يې لار پېدا کړه.

شاهد افريدى:لور مې نا جوړه نده
شاهد افريدى:لور مې نا جوړه نده

خو شاهد اپريدي تراوسه پورې د لنکا پريمئير ليګ د پرېښودو لامل خلکو ته ښکاره نه کړ.هغه څو ورځې وړاندې د يوې لور سره ګډ عکس هم په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و او ليکلي يې و، چې نن يې د لور کليزه ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button