شاه رخ خان: هغه څه چې خدای راکړي، خدای یې رانه بېرته اخیستلی هم شي

ځړول شوی:فبروري 23, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان وايي، هغه څه چې خدای راکړي، هغه یې راته بېرته اخیستلی هم شي. هغه دا څرګندونې د شهرت او بریا له لاسه ورکولو د وېرې په اړه کړي دي.

شاه رخ خان په خپله مرکه کې وایي، یو وخت و چې فکر یې کاوه چې سخت کار، ښه اداکاري کوي او سم فعالیت کوي. همدا راز یو هوښیار، تعلیم یافته دی چې هر څه کولی شي.

نور یی ولوله | ژر پخېدونکي خواړه روغتیا لپاره څومره خطرناک وي؟

هغه زیاته کړې، چې فکر یې کاوه چې کولی شي یو څه ورکړي او په بدل کې یو څه ترلاسه کړي، خو کله چې تاسو پوه شئ چې هغه څه چې تاسو یې په بدل کې ترلاسه کوئ د هغه څه څخه ډیر دي چې تاسو یې مستحق یاست.

شاه رخ خان باور لري چې د دې وړتیا لري چې خلک خوشحاله کړي خو ډیر نه. د پیسو ګټلو توان لري خو ډیر نه. د یوه څه د جوړولو توان لري او جایزې ترلاسه کړې خو ډیر نه. د فلم جوړولو توان لري خو ډیر ژر نه.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل چې یو متقي او نیک انسان نه دی، چې ډیر روحاني فکر ولري، خو په ​​​​دې باور دی چې هغه ځانګړي شیان چې تاسو ته ناڅاپه درکړل شوي وي، یو ناڅاپه درنه اخیستل کېدلی هم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.