سیمه

شمالي وزیرستان کې وسله‌والو کسانو د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

راپورونه وايي، شمالي وزیرستان کې وسله‌والو د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی دی

له راپورونو داسې ښکاري چې په لره پښتونخوا د زده کړو پرضد خوځښتونه پیل شوې او وخت نا وخت پر ښوونځیو د برید راپورونه ورکول کېږي.

خو زیات ددې کار زیاتړه پړه د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ته راجع کېږي.

الوځول شوی ښوونځی د پوځ تر واک لاندې سیمه کې

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان میرانشاه په دته‌خيلو کې تېره شپه وسله‌والو په بمونو الوځولی او نړولی یې دی.

ويل کیږي، دغه ښوونځی د پاکستاني پوځ تر واک لاندې سیمه کې دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه (زمري لومړۍ نېټه) وويل چې وسله والو هغه ښوونځی په بمونو الوځولی چې د پاکستاني پوځ تر بشړ واک لاندې و، خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

نور ولولئ:د طالبانو پر استخباراتو د بښنې نړیوال سازمان غږ؛ احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خوشي کړئ

نور ولولئ: طالبانو سیاسي شنونکی او د پوهنتون استاد نجیب الله جامع نیولی

کارپوهان وايي، د پښتنو په سیمو او افغانستان کې د استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د اسلامي شریعت تر نوم لاندې د نجونو د زده کړو مخنیوی وکړي.

د روان کال غوايي میاشتې نمايي کې هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی د وسله‌والو له‌خوا په بمونو الوځول شوی و.

د پښتنو په سیمو کې د ښوونځیو الوځول

په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.

دا هم ولولئ:  افغانستان کې بېوزلي او د نړیوال بانک د جولای میاشتې رپوټ
afghan 2024 07 22t130641.544
په شمالي وزیرستان کې په بمونو الوځول شوی ښوونځی

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې په وزیرستان د نجونو ښوونځي ټول د پوځ تر ولکې لاندې دي خو بیا هم د وسله والو له لوري په بمونو الوځول کیږي.

ښاغلی وزیر وايي، چې د دغه ښوونځي په شاوخوا کې عادي کسان لا په اسانه او ازاد ډول نه شوای ګرځیدلی.

هغه وايي، په دغو سیمو کې د ټي ټي پي وسله‌وال فعال دي خو بیا هم د دغه ښوونځي د الوځولو په اړه کومې ډلې نظر نه دی څرګند کړی، چې د هغه په ټکو دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان اوسنیو واکمنو طالبانو هم په افغانستان کې پر پوهنتونونو او ښوونځیو بریدونه کول تر څو نجونې له زده کړو راوګرځوي.

په ورته وخت کې د دوی پر مخ تېزاب ښېندلي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button