نړیوال خبرونه

طالبان علمي رتبو ته په کتو د دولتي پوهنتونو د استادانو معاشونه ډېروي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سر ټکوي، په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو استادان د طالبانو په حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت هغه اعلان ته خوښ دي چې وايي د استادانو علمي رتبو ته په کتو به یې تنخواګانې له همدې میاشتې څخه لوړې شي

استادان وايي له هغه راهیسې چې د دوی تنخواګانې او امتیازات تر ۴۰ سلنې پورې کم شوي وو دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو خو اوس هیله من دي چې د تنخواګانو له لوړیدو سره به یې اقتصادي ستونزې هوارې شي او نور به استادان د اقتصادي ستونزو له امله هېواد نه پرېږدي.

د چارواکو په وینا، تنخواګانې له ۳۶ نه تر ۵۴ سلنې پورې لوړې شوې دي. دا چې کوم علمي رتبې ته به څومره معاش ورکول کېږي په اړه یې د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء هاشي وايي چې د پوهنتونونو د استادانو دا تنخواګانې به له حمل (وري) میاشتې راهیسې اجرا کېږي او په وینا یې د پوهنتونونو د نورو بستونو پر تنخوhګانو هم کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده د پوهنتونونو استادانو شکایت کاوه چې تنخواګانې او امتیازونه یې نژدې ۴۰ سلنه کم شوي او غوښتنه یې کوله چې د توکیو بیو لوړوالي او د دوی کاري مکلفیتونو ته په پام سره باید بېرته لوړ شي

د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد احمد سیر عمرزی وايي د تنخواګانو د لوړېدو پرېکړې ته ځکه خوښ دی چې ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و.

د نظر خاوندان وايي که په کور دننه د علمي کدرونو امیتازت او تنخواګانې ښې وي له دې سره به په دې برخه کې تشه نه رامنځته کېږي او د پوهنتون استادان به په ارام ذهن تدریس کوي.

په ورته وخت کې د تېر کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې ښځینه محصلانې او استادانې له پوهنتونو منع کړای شوې، خو د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي مشره پوهنواله دوکتوره راحله حمیدزۍ وايي دوی ته په منظم ډول په کور کې تنخواګانې ورکړل شوې دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله د پوهنتونو د استادانو په ګډون یو شمېر علمي کادرونه اړ شول چې نورو هېوادونو ته لاړ شي.

د طالبانو د حکومت لخوا د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو د کړنلارې له مخې د دولتي پوهنتونو د ټولو استادانو اصلي تنخوا ۷۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې، خو د استادانو امتیازي تنخواګانې توپیر لري.

نور ولولئ: د پوهنې وزارت: یونیسف به راتلوونکې اونۍ په افغانستان کې ښوونکو ته معاشونو ورکړي

که څه هم د پوهنتون استادان د تنخواګانو لوړېدو ته خوښ دي، خو ځینې یې وايي له لوړېدو سره سره یې تنخواګانې هغومره نه دي چې د تېر جمهوریت پر مهال ورکول کېدې او اوس یې مکلفیتونه هم دوه برابره ډېر شوي دي.

استادان وايي که دوی ته کافي تنخوا چې د دوی اړتیاوې پرې پوره شي ورنکړل شي دوی اړ کېږي چې د تدریس ترڅنګ ځینې نور کارونه هم وکړي چې په دې صورت کې بیا مطالعې، تحقیق او نویو علمي مالوماتو ټولولو ته وخت نه پیدا کوي، دا کار د دوی پر تدریس او د محصلینو پر زدکړو ناوړه اغېز لرلی شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button