ټکنالوجي

شمالي کوریا فضا ته یوه څارګره سپوږمکۍ توغولي

شمالي کوریا وايي چې فضا ته یې یوه څارګره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغولي ده

شمالي کوریا سره له دې چې د امریکا او ملګرو ملتونو تر فشارونو لاندې ده، خو بیا هم وخت نا وخت د توغندیو ازموینې کوي او فضا ته بېړۍ استوي.

د شمالي کوریا دولتي خبری اژانس ویلي، دا جاسوسي سټلایټ مالیګیونګ-۱ نومېږي او په سم ډول مدار ته ننوتی دی.

نور ولولئ: ایران د (نور-۳) په نوم سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

دغه اژانس زیاته کړې چې کېم جونګ اون د دې سپوږمکۍ د توغولو پروسه څارله.خو دا ګام د شمالي کوریا د ځینو ګاونډیو او امریکا له غندنې سره مخامخ شوی دی.د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د دې سپوږمکۍ پر توغولو نیوکه کړې.

سپینۍ ماڼۍ دا د ملګرو ملتونو له بېلابېلو پرېکړه لیکونو ‘زغرده سرغړونه’ بللې ده.

جاپان د خطر زنګ وهلی

د جاپان حکومت د دې سپوږمکۍ د توغېدو پر مهال د لنډ وخت لپاره د خبرداري زنګ کړنګولی او د اوکیناوا ټاپو له اوسېدونکو غوښتي وو چې سرونه پناه کړي.

شمالي کوریا روان کال تر دې وړاندې دوه ځله هڅه کړې وه چې یوه پوځي سپوږمکۍ د ځمکې مدار کې ځای پر ځای کړي، خو دواړه هڅې یې ناکامه شوې وې.

نور ولولئ: ایولس سپوږمکۍ ځمکې ته راښکته کېږي، خو ځای یې نا معلوم دی

پیونګ یانګ څو ورځې وړاندې جاپان ته خبر ورکړی و چې د دغه هېواد د ځینو برخو له پاسه د سپوږمکۍ توغولو دریمه هڅه کوي.

ښاغلي کیشیدا دا ګام “په کلکه غندلی” او ویلي یې دي‌ چې له دې کبله یې شمالي کوریا ته شکایت هم کړی دی.

د شمالي کوریا دغه عمل د امنیت شورا له پرېکړو سره په ټکر کې بلل شوی

نوموړی وايي “ان که موخه د سپوږمکۍ توغول هم وي، خو د بالېستیک توغندي ټېکنالوژۍ کارول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اړوندو پرېکړه لیکونو څرګنده سرغړونه ده.”

هغه دا ګام د خپلو خلکو د خوندیتوب پر وړاندې هم یوه جدي موضوع بللې ده.

سویلي‌کوریا بیا د دې سپوږمکۍ تر توغول کېدو وروسته اعلان کړی چې له شمالي ګاونډي سره به پر پوله څارنه له سره پیل کړي.

سویلي او شمالي کوریا له ۲۰۱۸ کال راهیسې هوکړه کړې،‌ چې پر پوله د پوځي کړکېچ کچه راکمه کړي.

جاپان، سویلي کوریا او امریکا مخکې هم له پوینګ یانګ غوښتي وو چې د دې سپوږمکۍ له توغولو ډډه وکړي، ځکه دا ګام یې د دوی په وینا د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو خلاف دی.

د جاپان سمندري ځواک وايي شمالي کوریا ورته په سمندر کې درې داسې ځایونه په ګوته کړي وو چې ښايي د دغې سپوږمکۍ د توغوونکي توغندي پاتې شوني پکې راپرېوځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button