Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

شنبه‌های ارغواني غورځنګ: ملګري ملتونه طالبانو ته باج ورکوي

شنبه‌های ارغواني غورځنګ ملګري ملتونه طالبانو ته په باج ورکولو او په افغانستان کې په سیاسي دلالۍ تورن کړل

دغه غورځنګ وايي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې له نړیوالو سره د طالبانو د تعامل تر عنوان لاندې دغه ډلې ته رسمیت ورکړي.

د دوحې په ۳مه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه، له افغانستانه یوازې طالبانو ګډون وکړ چې نورو مدني ټولنو او د ښځو حضور ته اجازه ورنه کړل شوه.

د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو رول

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، طالبانو دا ثابته کړه چې نه بدلېدونکي او له خپل دریځه نه په شا کېدونکي دي؛ خو ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې دا ثابته کړه، چې دغې ډلې ته باج ورکوي او د دغې ډلې واک کې ساتلو ته دوام ورکوي او د تعامل په نامه یې په رسمیت پېژندلو ته زمینه برابروي.

دغه غورځنګ د یوۍ خبرپاڼې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو پوښتنه کړې، چې پر کوم بنسټ او حق طالبانو ته فرصت برابروئ؟

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ: هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي

دوی وایي، ایا پوهېږئ چې د دغو فرصتونو بیه د افغانستان خلک او په ځانکړې توګه ښځې، زیان منونکي قومونه او مذهبي لږکۍ پرې کوي؟

afghan 2024 07 04t130336.377
د شنبه‌های ارغواني غورځنګ غړي چې په لاسونو کې یې طالب ضد شعارونه دي

دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د یوناما دروازه وتړي او په هېواد کې دې د ترهګرو، طالبانو او سیاسي دلالۍ لاس واخلي.

د افغانستان خلک باید قرباني نه شي

دوی وایي، د افغانستان خلک حاضر نه دي چې چاته حق او اجازه ورکړي چې د ملګرو ملتونو او د ترهګرو ملاتړ کوونکي هېوادونو د ګټو قرباني شي.

دوی وایي په دې پوهیږي، چې د زبرځواکونو هېوادونو په فرمایش ملګري ملتونه د تعامل په نامه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته زمینه برابروي، چې دا د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو په ګټه نه دی.

دوی له قطره هم غوښتي، چې نور دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي.

قطر، پاکستان او روسیه له هغه راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي چې دوی د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت پر وړاندې جنګېدل.

خو شنبه‌های ارغواني غورځنګ او نور بنسټونه له دغه هېوادونو غواړي چې نور د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د دوحې ۳مه ناسته د خپل رژیم لپاره خورا ګټوره بولي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button