سیمه ییز خبرونه

شهباز شریف د امریکا سفیر سره د افغانستان په اړه غږېدلی دی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز د امریکا سفیر سره د افغانستان پر موضوع غږېدلی دی

د پاکستان د لومړي وزیر او د امریکا د سفیر ترمنځ د پاکستان پر اقتصادي پلانونو هم خبرې شوي دي. پاکستان په اقتصادي برخه کې د تاریخ تر ټولو بد حالت کې دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شريف په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې پرمختګونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجزبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځ ته کولو غږیدلی دی.‌

په اکثرو برخو کې د همکارۍ ډاډ

دغه لیدنه چې د جمعې په ورځ ترسره شوې، د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو له اوسنۍ کچې د خوشحالۍ په څرګندونو سره، ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، روغتیا، دفاع، ښوونې او روزنې، کرنې او د اقلیم د بدلون په اړه په منظم ډول خبرې وشې ترڅو په دې برخو کې همکاري پیل شي.

نور ولولئ: پاکستان کې پر ګډ حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند هوکړه

نور ولولئ: شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو

ښاغلي شریف، په پاکستان کې د پانګونې د اسنانولو لپاره د رامنځ ته شوې شورا په اړه د امریکا سفیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه شورا به هغه پانګونو ته لومړیتوب ورکړي چې پاکستان ورته اړتیا لري.

پاکستان د امریکا ښه متحد بلل شوی

په دغه غوڼډه کې د غزې د وضعیت او په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه هم خبرې شوي دي.

ډونلډ بلوم د پاکستان لومړي وزیر ته د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي ورکړې او دغه هیواد یې د امریکا یو مهم متحد بللی. هغه هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو جوړولو لپاره کار وکړي.

که له یوې خوا د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، خو له بل لوري په دغه هېواد کې د پاکستان پر امنیتي دستګاه تر ټولو سخت بریدونه کېږي چې په دغه بریدونو کې د پاکستان پوځیان او پولیس ژوند له لاسه ورکوي.

په پاکستان کې ټي ټي پي او بلوچ بېلتونپال د پاکستان د پوځ پر وړاندې جنګېږي. دغه وروستیو ناامنیو پاکستان وارخطا کړی دی او له همدې امله یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم تورن کړی چې ټي ټي پي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button