شپږیزه: نبي به د ګربز او اصغر به د حمزه تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېږي

ځړول شوی:جون 13, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

نوي ځوانان به د تجربه لرونکو لوبغاړو کپتان وي

د شپږیزې کرکټ لیګ د سږکال پړاو به نه یوازې له دې وجې بدل وي، چې ۸ لوبډلې پکې برخه اخلي، بلکې له دې امله به هم بدل وي، چې نوي ځوانان به د تجربه کارو لوبغاړو لوبډلمشران وي.

 

د کابل بازانو لوبډلې مسوولینو د سږکال لپاره هم رحمان الله ګربز خپل لوبډلمشر اعلان کړی دی.دا په داسې حال کې ده، چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي هم سږکال د کابل بازانو لوبډلې اخیستی دی. یعنې نوموړی به ګربز تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېږي.

 

نور یی ولوله | د شپږیزې د ۸ لوبډلو بشپړ نوملړونه

نور یی ولوله | امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

 

بلخوا بیا د مس عینک اتلانو لوبډلې له خوا امیر حمزه هوتک کپتان اعلان شوی دی او په دغه لوبډله کې د افغانستان دوه ځلې کپتان پاتې شوی لوبغاړی اصغر افغان هم لوبېږي.

 

راشد خان هم سږ کال کابل ته راځي

د یادولو وړ ده، چې د تېر ځل شپږیزه کرکټ لیګ د رحمان الله ګربز په لوبډلمشرۍ د کابل بازانو لوبډلې ګټلی و.که چېرته سږکال راشد خان هم کابل ته راشي او په شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه واخلي، نو شپږیزه به لا ډېره خوندوره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *