ځایی

شکریه بارکزۍ وايي، طالبان ښځو ته هغه حجاب غواړۍ چې دوی به ځانمرګي بریدونه په کې کول

د پارلمان دغه پخواني وکیله وايي، طالبان غواړي چې ښځو ته هغه برقعې یا چادرۍ ورپر سر کړي چې دوی ځانمرګو بریدونو ته اغوستې

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وايي، طالبان غواړي په زوره د افغانستان پر مېرمنو څادري وتپي چې دا «نه د افغاني فرهنګ سره اړخ لګوي او نه هم د اسلامي شریعت سره برابره ده.»

هغې زیاته کړه، څادري یا برقع «د طالبانو په لاس جوړ شوی څیز دی» چې د ځانمرګو بریدونو پر مهال یې په سرولې.

طالبان په برقعو کې جنګېدل

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو او بهرنیانو سره د طالبانو د جګړې په کلونو کې، د دغې ډلې ګڼ بریدګر له څادریو سره نیول شوي وو، چې په انځوریزو رسنیو کې یې انخورونه هم خپاره شوي وو.

داسې ښکاري، چې مېرمن بارکزۍ هم همدغو انځورونو ته اشاره کوي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: طالبان د افغان کډوالو له نیکو سره مخامخ دي؛ طالبان وايي پاکستان به افغان ښځې او ماشومان نه بایومیتریک کوي

شکریې بارکزۍ، د افغانستان پر ښخو د څادریو د په سر کولو په اړه وویل، د [اسلام] په دین کې د «جبر و اکراه» په نوم داسې څه نه شته.

shakria2
انځور؛ اکثره طالبان به د افغان ځواکونو پر وړاندې د ښځو کالیو کې جنګېدل

د افغانستان د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې طالبان یوه «ورانکاره» ډله یاده کړه، چې «دین، انسانیت و انساني حقونو» ته درناوی نه کوي.

طالبان د ښځو اساسي حقوقو ته پام نه کوي

هغې وویل، چې طالبانو د ښځو پر تعلیم او پر هغو د نورو بندیزونو لګولو په تړاو «سل شفاهي او لیکلي فرمانونه»صادر کړي؛ خو «د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه والي له پاره یې لس فرمانه» نه دي صادر کړي.

شکریې بارکزۍ زیاته کړه، چې د افغانستان مېرمنې هیڅکله هم «بې حجابه» نه وې؛ خو طالبان د[هغوی د ځپلو له پاره] پلمې جوړوي.

مېرمن بارکزۍ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، تر هغې چې نړۍواله ټولنه طالبانو ته «پیسې ورکوي» او له دغې ډلې سره جوړ جاړی کوي؛ نو طالبان به له مېرمنو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه نا څه دوه نیمو کالو کې پر ښځو پراخه بندیزونه لګولي او په دې وروستیو کې یې د کابل په ځینو سیمو کې د هغوی د نیولو او بندیانولو لړۍ هم پیل کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د کابل په دشت برچي، ټایمني او خیرخانه مینه کې د ښځو او نجونو د ډله‌ییزې نیونې ګڼ خبرونه خپاره شوي دي.

خو تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي: «دغه نیونې د هغې ډلې د تنبه کولو پر ضد شوي، چې غوښتل یې بې حجابي دود کړي او دا لنډمهاله چاره ده.»

تر دې وړاندې د امر باالمعروف وزارت یو ویاند بي‌بي‌سي ته منلې وه، چې دغه وزارت یو شمېر مېرمنې د کابل په لویدیځ کې د «بې حجابۍ»‌ په تور نېولې وې؛ خو دغه وزارت دا نه و ویلي، چې د دغو نیول شویو مېرمنو شمېر څومره و.

یوې زده‌کوونکې د یکشنبې په ورځ په یوې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې استولې، ویلي دي چې د هغې ۱۹ کلنه خور طالبانو نیولې او نامعلوم ځای ته یې وړې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر داسې انځور او سپارښتنې خپرې کړې وې، چې د دوی د خوښې حجاب په کې معرفي شوی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button