نړیوال خبرونه

شکریه بارکزۍ: پایتخت د حکومت له کنټرول نه وتلی

شکریه بارکزۍ: پایتخت د حکومت له کنټرول نه وتلی ولسي جرګې پخوانۍ غړی او په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیرې اغلې شکریه بارکزۍ ویلي، چې کابل نور د حکومت له کنټرول نه وتلی او حالات پکې د بل هر وخت نه ډېر خراب دي.

هغه په یوه مرکه کې نیوکه وکړه، چې حکومتي چارواکي د وضعیت مهارولو وړتیا نه لري او باید خپلو چاروته جدي پاملرنه وکړي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د حضور دوام اړین وباله.د بارکزۍ په خبره، وسله والو طالبانو سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره یې همکاري زیاته کړې، چې دا وضعیت له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ حتمي کوي.

اغلې بارکزۍ وسله وال طالبان په دې کې پاتې بولي، چې دلته به د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي.هغې له افغان حکومت څخه د سولې هڅو په اړه د محتاطانه، هوښیارانه او مسوولانه دریځ په لرلو ټینګار لري.د دې په خبره، حکومت باید په جدیت سره سیاسي اجماع جوړه او پرې نه ږدي، چې وضعیت ورڅخه وپاشل شي.

دا مښکینی افغان سفیره او وکیله له نړیوالې ټولنې سره د افغان دولت پر ښو اړیکو هم تاکید لري او وایي، چې د هغوی له ملاتړ پرته به افغان دولت سختو کړاونو سره مخ شي.د هغې په خبره د حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې پر دولت یې د کودتا د ګواښونو په بڼه کړي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو له پلان څخه سرچینه اخلي.

fb img 1613819401736

داغلې بارکزۍ دا وینا په داسې حال کې کړې ده چې په وروستیو کې له پلازمېنې کابل څخه د بد امنیو خبرونه زیات شوي.له دې سره حکومت وایي، چې د پېښو زیات عاملان یې نیولي او د نورو ګڼو پېښو مخنیوی شوی دی.د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې ډېری کسانو افغانستان پرېښود او نورو وطنونو ته لاړل.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button