لوبې خبرونه

شکېب یو کال وروسته نړیولو لوبو ته راستون شو

شکېب یو کال وروسته نړیولو لوبو ته راستون شو.د بنګله دېش کرکټ ملي ټيم مشهور لوبغاړی او د نړۍ غوره الراونډر شکېب چې د یو کلن بندېز وروسته بېرته نړیوالو سیالیو ته راستون شو، د ویسټ انډیز پر وړاندې ښه وځلېده او د بنګله دېش له لوري ویسټت انډیز ته د ۳-۰ سره ماتې ورکولو کې يې مهمه ونډه واخیسته

شکېب الحسن په ددې سیالیو کې ۶ لوبغاړي وسوځول او ۱۱۳ منډې يې جوړې کړې.ښاغلی شکېب الحسن د هغه خلکو په اړه په وخت ای سي سي ته معلومات نه و ورکړي، چې نوموړي سره يې په لوبو کې د فساد لپاره خبرې شوې وې خو نړیوال کرکټ ته بېرته راستنېدل او په لوبو کې ځلېدل ښايي د ای پي ایل لوبډلو په نظر کې نیولي وي.او نوموړی په اینده اي پبي ایل کې ولوبیږي.

د کریک ټرېکر د یو پوسټ له مخې، راجستان رایلز هغه لټیم دی چې تېر پړاو کې يې توپوهنه ښه نه وه او همدا راز سټیو سمیت يې هم له لوبډلې لیرې کړ، نو د هغوی لپاره شکېب الحسن ډېر ښه ځلېدلی شي.بل ټیم د رایل چېلنجرز بېنګلور ده، چې که څه هم تېر پړاو کې يې بیټنګ بسټ یا ښه وو.

خو بیا هم شکېب الحسن د دوی لپاره په دریم پوزیشن یو ښه توپوهونکی ثابتېدای شي او توپ اچونه کې هم خپله وړتیا ښکاره کولی شي.د کنګز الیون پنجاب لوبډله چې په تېر پړاو کې شپږمه راغلې وه، هم ډېر لوبغاړي يې له لوبډلې لیرې کړې دي

شکېب الحسن
شکېب الحسن

او پنځه بهرني لوبغاړي به اخلي، چې ښايي شکېب الحسن يې د خوښې لوبغاړی وګرځي.هیره دې نه وي چې نوموړی ښه تکړه لوبغاړی دی او اکثره خلک ېې په سوشل میډیا کې هم ستايي. دا هم باید یاده کړو چې ښاغلي شکېب اکثره بنګله دیش لپاره ښه لوبه کړې او د میچ ګټونکی لوبغاړی هم ثابت شوی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button