نړیوال خبرونه

شېخ رشید: نیوزیلینډ سره د کرکټ سیریز د بهرني سازش له امله لغوه شو

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشید احمد وايي، له پاکستان سره د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پلان شوې لوبې ځنډول يو سازش دی.

ښاغلی شېخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې وضاحت ورنه کړ چې دا سازش چا او ولې کړی.خو نوموړي زياته کړه چې نیوزیلېنډ ته يې د هرقسمه امنيت ډاډ ورکړ خو د ده په خبره هغوی پر لوبېدو سلا نه شو.ده وویل چې د نیوزیلېنډ وزيراعظمې ورته ویلي چې هغې ته خبر ورکړل شوی چې پر کرکت لوبډله به یې له هوټله بهره بريد کېږي.

20210919 113604

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجه د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې پر دوره ځنډولو ژوره ناخوښي ښودلې ده.هغه ویلي، “نیوزيلېنډ په کومه نړۍ کې اوسي؟ نيوزيلېنډ به موږ ته “د کرکټ په نړيواله شورا” کې غوږ نیسي.

بلخوا د پاکستان پخواني کرکټر شعېب اختر هم په خپل ټويټر کې لیکلي چې “نيوزيلېنډ د پاکستان کرکټ وواژه دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې هغه هېواد ته ورغلې د نیوزیلېنډ لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله د لوبو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورته وویل چې هغوی ته د امنیتي خبرداري په اړه معلومات ورکړل شوي نو ځکه یې د لوبو د ځنډولو یو اړخيزه پرېکړه کړې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button