ضیاالحق امرخېل: ټاکنې مونږ ګټلي

ځړول شوی:فبروري 24, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

د ولسمشر غني سلاکار ضياالحق امرخېل تېره شپه د یو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، ټاکنې مو ګټلي، هيچا ته باج نه ورکوو او هېڅ فشار ته نه تسليمېږو.

امرخېل چې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار بلل کېږي په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني له بریا وروسته په رامنځته شویو ستونزو باندې وغږید او ډاډ یې ورکړ چې هر څه به بېرته سم شي.

هغه د خپلو څرګندونو پر مهال د ولسمشر غني د بریالیتوب وروسته د روان کړکیچن حالت په اړه وویل، چې یو شمېر سياسيون د خپلو ګټو او سهم لپاره پر حکومت فشار راوړي، نه د افغانستان لپاره.

نوموړي د ډاکتر عبدالله عبدالله وروستیو خپلسریو کړنو ته هم په اشارې سره وویل، چې په ټاکنو کې له ماتې وروسته د یو شمېر ولایتونو لپاره د والیانو ګومارنه غیر قانوني ده او لاهم د بحران رامنځته کولو په هڅه کې دی.

خو امرخېل د عبدالله عبدالله د پرېکړو په اړه ولس ته ډاډ ورکړ چې د غير قانوني واليانو د معرفي کولو په هکله دئ هيڅ تشويش نه کوي، ځکه موږ پياوړي امنيتي ځواکونه لرو او هیڅوک به پرېنږدو چې غیر قانوني راشي او دنده پیل کړي.

امرخېل د مرکې په دوام سیاسیونو ته په خطاب کې او افغان ولس ته په ډاډ سره وویل، چې د لوړي مراسم او د نوي کابينې جوړول، هر څه به د مهالوېش مطابق مخ ته ځي؛ هيڅ ځنډ به په کي را نه شي.

د ولسمشر سلاکار یو شمېر سیاسیون هم د نوم نه ښودلو په شرط یاد کړ او وې ویل چې یو شمېر افغان لوړ پوړي چارواکي سياسیون د ولسمشر غني سره د عقدې او کينې له کبله د لېونتوب تر حده رسېدلي دي.

امرخېل د سولې په اړه هم وویل، چې خلک دې تشویش نه کوي افغان حکومت سولې ته په بشپړه توګه ژمن دى او مکمل چمتووالى لري، هغه خبر ورکړ چې د امريکا او طالبانو تر توافق وروسته به ژر د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرې پيل شي.

د ولسمشر سلاکار د سولې پروسې په برخه کې یو شمېر پرېکړو ته په اشارې سره وویل، چې د طالب بنديانو خوشې کېدل د امريکا اوطالبانو د توافق برخه نه ده، دا تصميم به افغان حکومت د بين لافغاني مذاکراتو په لړ کې نيسي.

امرخېل د سولې پروسې په اړه داهم وویل چې افغان حکومت او امريکايان د سولې د روانې پروسې په هکله بشپړه همغږي لري او په ډیر دقت سره پرمخ روان دي.

ضیاالخق امرخېل د مرکې په پای کې وویل، چې د سولي په خبرو کي د موجود حکومت پنځه کلنه دوره د بحث او معاملې وړ نه ده.

امرخېل په داسې مهال په یوې مرکه کې راښکاره شو چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر غني یوځلي بیا بریا ترلاسه کړه او د افغانستان لپاره به د پنځو کلونو نوره ولسمشري هم وکړي.

د یادولو ده چې په ټاکنو کې به ولسمشر غني له بریا وروسته راتلونکې بنجشنبه لوړه وکړی چې پکې به بیلابیل کورني او بهرني مېلمانه هم ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *