تجارت خبرونه

طالبان، ایرانیانو ته؛ د افغانانو په څېر درته د پانګونې زمینه برابروو

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر ایرانیانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانانو په څېر ورته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابروي

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر وايي، ایرانیانو ته په افغانستان کې سهولتونه ډېر شوي او اوس دوی د افغانانو په څېر په افغانستان کې پانګونه کولی او هر ډول چانسونه کارولی شي.

نور الدین عزیزي دا خبرې په کابل کې د ایران له سوداګریز پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره د ایران او طالبانو ترمنځ د سوداګري د زیاتوالي شرایط برابر شوي دي.

commercial ministry1
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ایراني پلاوي مشر ابوالفضل چندي

له ایران سره د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې

له ایران سره د ګډې سوداګرۍ د ودې لپاره د طالبانو یوه لویه او واکواله یا با صلاحیته ډله کار کوي. طالبان وايي چې دوی هڅه کوي تر څو له ایران سره سوداګري لا نوره هم پراخه کړي.

د طالبانو یاد وزارت ادعا کوي چې پر کابل د طالبانو د رژیم له واکمېدو سره د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې له هر بل وخت ښې او غوړېدلي دي.

نور ولولئ: رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر نجونو انلاین سوداګري پيل کړې

د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغګر ابوالفضل چندي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د خصوصي او دولتي سکتور غړي ګډون لری.

commercial1
ایران له شوو هوکړو سره سم مخکې ځي

طالبان د ښاغلي چمندي په حواله وايي، دوی د دې معلوماتو د ترلاسولو لپاره افغانستان ته راغلي چې ایران ته د ملا برادر په سفر کې د شویو هوکړو له مخې څومره پرمختګ شوی دی.

ایرانیان وايي چې له شوو هوکړو سره سم مخکې ځي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره ایراني پلاوي په لیدنه کې ويلي چې ایران به له طالبانو سره په سوداګرۍ کې د شوو هوکړو سره سم مخکې ځي او د هوکړو له مخې ګام په ګام مخکې حرکت کول غواړي.

ياد پلاوي خوښي ښودلي چې له افغانستان سره یې سوداګري ښه ده، خو دوی تمه وښوده چې دغه سوداګري نوره هم وغوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر څو میاشتې مخکې ایران ته په تلو سره د سوداګرۍ په برخه کې ۲۵ تړونونه لاسلیک کړل او اوس دواړه لوري هڅې کوي چې دغه تړونونه د ټاکل شوي کمېټې له لوري تعقیب او تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې ایران او طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې پر ګډه پوله نښتې هم کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button