نړیوال خبرونه

طالبانود مذاکراتو خرابیدو زمه واري په امریکايي او افغان چارواکو ور اچولې

د متحده ایالاتود بهرنيو چارو وزیر مایک پمپیودوشنبې په ورځ ويلي چې د طالبانو سره د سولې د توافقنامه لاسليک کېدل نزدې شوي، خو تر هغې مخکې، طالبانو ته په کار ده چې د تشدد د کمولو په برخه کې دې خپل نیت او وړتیا وښاي .

د امریکا خارجه وزیر پمپیو ویلي: “مونږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یو پلان کار کوو، موږ تېر ځل هم، همداسې پلان ته نږدې شوي وو چې داړو اړخونو پرې کار کړی و، خو طالبانو شو چې د تشدد د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته نه  کړه

طالبانو د پمپیو بيان ته په ټویټر غبرګون ويلي چې” اسلامي امارت د مشکل د حل اراده اوتوان لري، د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف خزاب کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی”.

له دې وړاندې د تشدد د کمولو په سر د اختلافاتو له امله د امریکې او د طالبانو مذاکرات ځنډېدلې دي.

د طالبانو د قطرد فتر ترجمان سهېل شاهین د ځنډ ذمه واري په امریکایانو اچولې چې د لوظنامې د لاس کېدو د ورځو په مهال به پرامنه ماحول جوړ وو خو امریکایانو نورې غوښتنې وړاندې کړې…د دې له امله د امن په بهیر کې خنډان پېدا شوي.”

د سولې بهير په داسې هالکی  د ځنډ ښکار شوی چې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلام اباد او کابل سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو سره يې خبرې اترې شوي او د طالبانو سره د ترسره شوؤ خبرو په احوال يې خبر کړي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button