نړیوال خبرونه

طالبانو د افغان ځواکونو سره د ناټو پر مرسته تنقید کړی

طالبانو دافغان ځواکونوسره د ناټوپرمرسته تنقیدکړی وروسته له هغه چې په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت له دولتي ځواکونو سره ستر نظامي کومک وکړ او سلګونه نظامي وسایط یې د هغوی په واک کې ورکړل.ددويي پر وینا دويي به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بلخوا بیا طالبانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی او یادې مرستې يې له سولې پروسې سره په تقابل کې بللې.۱تېره ورځ د کابل حکومت دفاع وزارت وویل، چې د ناټو پرېکنده ماموریت له لوري له دولتي عسکرو سره د ۴۵۰ هاموي ټانګونو، اتیا میلیونه فیره مرمیو او سلګونو شپني دوربینونو مرسته شوې او په کندهار او هلمند ولایت کې یې ورته سپارلي.

هغه ددې تر څنګ یادو نظامي مرستو ته په اشارې ویلي، چې ځیني لا هم د افغانستان جګړه داخلي بولي؛ چې دده په خبره نور د عقل خاوندان باید نورې سترګې پرانيزي او عبرت واخلي.او د داسې هکر څخه دې ډډه وکړي او د افغانستان په سوله او په ځان بسیاینې دې غور او فکر وکړي ترڅوافغانستان ازاد شي.

طالبانودافغان ځواکونوسره د ناټوپرمرسته تنقیدکړی

یاده دې وي، چې د ناټو له لوري له دولتي عسکرو سره مرسته داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو او ګډو عملیاتو له کمښت سره هم مهاله دولتي عسکرو پراخې سیمې له لاسه ورکړې او په ځینو ولایتونو کې طالبان ان د ولایتونو تر مرکزونو پورې ورسېدل.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button