اقتصاد او سوداګري

طالبانو د بنجشیر «۲۵۴۷» قیراطه زمرود پلورلي دي

د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت وايي چې یادو زمرودو بیه نږدې ۹۵زره ډالره ده

هاخوا بیا جیولوژیکي متخصصین وايي چې طالبان خپلسري او نامسلکي کیندنې کوي چې د افغانستان راتلونکې ته خورا خطرناکې دي.

تازه د طالبانو کانونو وزارت په پنځلسم پړاو کې د پنجشېر دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي.

تر اوسه له یادو زمرودو درې نیم میلیون ډالره تر لاسه شوي

د دغه وزارت په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې‌نیم ميليونو زیات امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

f3b6h uaea88swg
د پنجشیر زمرود

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په پنځلسم پړاو کې یې دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي.

نور ولولئ:  د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

نور ولولئ: طالبانو له یوه قطري پانګه‌وال سره د جبل السراج فابریکې په اړه تړون لاسلیک کړ

نور ولولئ: د افغانستان د کانونو غیر قانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود په دوه لکه ډالر پلورلي

دغه وزارت وايي، په پنځلسو پړاونو کې یې څه باندې ۵۰ زره قيراطه زمرود پلورلي چې درې‌ ميليونه، ۶ لکه، ۲۷ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په یادو زمرودو کې د طالبانو ونډه

د طالبانو دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.

f5 asffbuaax9lv
د پنجشیر زمرود

خو د زمرودو یو شمېر کاروباریان د طالبانو دا یوه تشه دعوه بولي.

د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په لسګونو زرو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.

د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

په ورته وخت کې تراوسه ولس ته دا نه ده معلومه چې طالبان دغه کانونه څه ډول او په کومو شرایطو په قرارداد ورکوي. ډېری ادعا کوي چې طالبانو د کانونو په استخراج کې هم انډیوالیزم او خپلوي پالي، خو طالبان بیا پر شفافیت ټینګار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button