سفر خبرونه

طالبانو د موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړی باید ښځې له محرم پرته د اوږده سفر لپاره چیرته نه وړې

طالبانو موټرچلوونکو ته اعلان کړي چې له محرم او شرعي حجاب پرته ښځې موټر ته پورته نه کړي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزات له خوا په خپاره شوي لارښود کې په موټرونو کې د موسقي پر غږولو هم بنديز لګول شوی دی

د دغه وزارت يوه وياند د يکشنبې په ورځ یوه خبر پاڼه ته ويلي، موټر چلوونکي بايد هغه مېرمنې چې له ۴۵ ميله (۷۲ کيلومتره) زيات سفر ولري له محرم يا د کورنۍ له نژدې کس پرته موټر ته پورته نه کړي  

په دغه لارښود کې چې د موټر چلوونکو تر منځ وېشل شوی لاندې ټکي راغلي دي

په موټرونو کې بايد سندري ونه غږول شي

بې حجاب ښځې په موټر کې پورته نه کړي

له محرم پرته ښځې موټر کې تنها د سفر پر مهال چې د سفر اندازه يې ۴۵ میله وي پورته نه کړي

نور یی ولوله | ګاک شرکت اوس هم په کابل هوايې ډګر کې فعالیت کوي

د نشه يي توکو استعمال او لېږدول په موټرونو کې بند دي

موټر بايد د لمانځه په وخت کې مناسب ځای ودرول شي د لمانځه لپاره

د طالبانو مرستيال وياند ښاغلۍ احمدالله وثيق وويل چې دا لارښود يوه “سپارښتنه” وه “امر” نه دی

د طالبانو د واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې ښځو ته له محرم پرته ښار د تلو اجازه نه وه

تېره مياشت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي رسنيو ته لارښوونې صادرې کړې وې، په هغو کې راغلي وو چې مېرمنې بايد په سريالونو او ډرامو کې ښکاره نه شي طالبانو دغه لارښود په داسې حال کې صادر کړی چې د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د ثانوي ښوونځیو نجونې زدکوونکې نن د سلمې ورځې لپاره په کور ناستې دي‌ او د طالبانو لخوا لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ستنې شي نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ډلو په دې موده کې بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. دې ډلې لا هم دې لړ کې کوم جدي ګام نه دی پورته کړی خو وايي د ‘مناسبو شرایطو برابرېدو’ سره به ټولې نجونې ښوونځیو ته ستنې شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button