نړیوال خبرونه

طالبانو د ولسمشر غني د وخت نه مښکې انتخاباتو تر سره کولو طرحه رد کړه

طالبانو د ولسمشر غني د وخت نه مښکې انتخاباتو تر سره کولو طرحه رد کړه.طالبانو د افعانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني هغه وړاندیز چې له مخې یې نوموړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې ټاکنې برابروي رد کړ.

د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې مونږ له هغو پروسو او بهیرونو څخه ملاتړ نه کوو چې هغه په هېواد کې په «مکرر» ډول ناکامې پایلې لرلي دي.هغه ویلي د انتخاباتو یا دېته ورته پروسې یا هغه پروسې چې مقابل جهتونه یې وړاندیز کوي دا شل کاله کې یې مونږ تاسو وینو چې هغه د شرمسارۍ او خجالت آوره نتائجو سره مخ شوي او هېواد یې له بحرانونو سره مخ کړی،

نوموړي همداراز یوځل بیا څرګنده کړې د اسلامي نظام غوښتونکي دي او په خبره یې په اسلام کې د نظام جوړونې لپاره ځانګړي اصول او شرایط موجود دي او ددغو شرایطو غوره کول به د بین الافغاني ناستو پرمهال علماء او پوهان کوي.

20210325 192147

نوموړي ویلي حتی په یوه ورځې د دوو واکمنو لپاره یې د سوګند اخیستلو زمینه برابره کړې ده، نو داسې بحراني حالت او دغسې بد وضعیت ته نه مونږ هېواد بیایو او نه یې حمایت کوو هغه باید د دوحې شوی توافق عملي شي تر څو افغانستان کې یو دایمي سوله قایمه شي.

دا په داسې وخت کې ده چې نن د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي رسنیو سره په خبرو کې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ویستلو ته خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ او څرګنده یې کړه که چیرې ولسمشر بایډن د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو پرېکړه وکړي، دوی به یې په ډیر ژر عملي کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button