ځاییکورني خبرونه

طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره‌خیل زندان ته اچولی

ملا تره‌خیل چې د ولسي جرګې پخوانی غړی دی، طالبانو نیولی او زندان ته یې اچولی دی

یوې باوري سرچینې پژواک خبری اژانس ته ویلي، طالبانو په کابل کې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ملا تره‌خېل نیولی دی.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د ولکه شویو ځمکو د خلاصولو کمېسیون تېره ورځ نوموړی د عدلیې وزارت ته د ځمکو د غصب د تور د سپینولو په موخه وربللی و.

نور ولولئ: د طالبانو عدلیې وزارت: تېره میاشت مو ۳۰ زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړي ده

پر هغه د کابل په ډېرو سیمو کې د ګڼو ځمکو د غصبولو تورونه لا د جمهوري نظام پر مهال هم پورې شوي و؛ خو هغه مهال د یو لړ مصلحتونو او د پارلماني خوندیتوب له امله ترېنه پوښتنې نه شوې کېدای.

په دې اړه تر اوسه طالبان چوپ دي

نوموړی پرون د طالبانو د عدلیې وزارت وربللی و، که څه هم چې د عدلیې وزارت د هغه د نیول کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو د وزارت له‌خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د ولکه شویو ځمکو د ستنولو په تړاو په کابل کې ناسته کړې وه.

خبر پاڼې دا راز ویلي، چې په کابل، فراه، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونه جریبه ځمکو دوسیې او موضوعات د کمېسیون په دغې ناسته کې څېړل شوي دي.

نور ولولئ: برېښنا شرکت: له پخوانیو زورواکو مو ۱۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه راز د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د نږدې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې موضوع وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه، چې د یادې ځمکې د مالکیت له مدعیانو دې سندونه او معلومات وغوښتل شي او د کرنې وزارت د سندونو کره‌والی دې هم وڅېړل شي.

په دې اړه طالبانو نور کسان هم نیولي

د طالبانو له‌خوا د ملا تره‌خیل او هغه ته د ورته لانجمنو څېرو د نیول کېدو په اړه لا له پخوا هم د ګڼو خلکو غوږونه بوڅ ول، ډېرو کسانو داسې انګېرله چې ملا تره‌خیل به هم یوه ورځ د طالبانو له لوري د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد په شان برخلیک سره مخامخېږي؛ خو تر اوسه پورې د هغه د نیولو یا ځورولو به اړه طالبانو کوم ګام نه و پورته کړی؛ خو که دا ځل هغه نیول شوی وي او یا هم هغه د حساب کتاب د ورکولو مېز ته راکاږل شي، نو کېدای شي چې د نورو هغو ځواکمنو کسانو لپاره یو شین څراغ وي، چې هم یې د خلکو او هم یې پرېمانه دولتي ځمکې ولکه کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو له ګڼو پخوانیو زورواکو غصب کړي ځمکې ازادې کړي دي او لا هم دغه کار دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button