افغان کډوال

طالبانو د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان کډوالو د خوشې‌کېدو خبر ورکړی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول‌ شوي وو او پرون له خوشې‌کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا چې راخوشې‌شویو افغانانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر ۱۵ ورځې تېرې کړې وې.

د ویلو ده چې دا تازه راخوشې‌شوي او هېواد ته راستانه‌شوي کډوال د مرستو له ترلاسه‌کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږل شوي دي.

پاکستاني حکومت د تېرې اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړ او ترڅنګ یې زرګونه افغانان بندیان کړل.

که څه هم د پاکستان دغه اقدام د کډوالو پر حقونو د څار ادارو توند غبرګونونه راپارولي، خو پاکستاني چارواکو له پاکستانه د ټولو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم له پاکستانه غوښتي چې هلته د افغان کډوالو پر وړاندې له ناسم چلند څخه لاس واخیستل شي او افغانان پرېښودل شي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button