اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونهسیمه ییز خبرونه

طالبانو له پاکستانه د افغانانو د پانګو لېږد لپاره د اسانتیاوو خبر ورکړی

د طالبانو ویاند وايي، هغو افغانانو ته چې له پاکستانه د پانګو د لېږد اسانتیاوې برابرې شوي

طالبان وروسته له هغه ددې پلان د نیولو خبر ورکوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د هغه افغان کډوالو په جبري توګه له پاکستانه د ویستلو پرېکړه وکړه چې غریب او ټیټه طبقه خلک بلل کېږي.

په کابل کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوی د سوداګرۍ د وزیر به مشرۍ یوه پلاوي افغان پانګوالو ته له پاکستانه د پانګو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نور ولولئ: انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه بشري ناورین دی

د هغه په وینا، دا اسانتیاوې په هېواد کې د ځمکې د وېش په ګډون، د جوازونو د ترلاسه کولو، توکو د لېږدلو او پانګونې د لېږد په برخو کې دي.

طالبان وايي دوی ته د اسانتیاوو برابرول یې مسئولیت دی

ذبیح الله مجاهد وویل: « دغه کمېټه دنده لري چې هغه ځایه راستنېدونکو  کډوالو ته د پانګونې په برخه اسانتیاوې برابرې کړي. موږ دا خپل مسوولیت ګڼو چې هغو کډوالو ته چې افغانستان ته راځي او پانګونه کوي، ځمکه ورکړي او دغه راز د جواز د اخیستلو او پیسو او مالونو د لېږد په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.»

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي ، اړتیا ده چې طالب چارواکي د پاکستان له لنډمهالي حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي څو د افغان پانګوالو ټولې شتمنۍ له پاکستانه هېواد ته راولېږدول شي.

د پاکستان په اقتصاد کې د افغانانو ونډه

الکوزي په دې اړه وویل: « د پاکستان په اقتصاد کې شاوخوا ۳۵ سلنه برخه د افغانانو وه. موږ هلته په سلګونه کارخونې، د قالینو کارخونې، هوټلونه، ساختمانونه او ټرانسپورټونه لرل.»

طالب چارواکو نه دي ویلي چې په دې تړاو یې پاکستاني لوري سره خبرې شوي کنه؟

په پاکستان کې د څو لسیزې کډوالۍ پر مهال افغانانو په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې چې ویل کیږي خپله د طالبانو یو شمېر مشران هم په دغو پانګوالو کې شامل دي.

اقتصادي کارپوهانو د طالب چارواکو د څرګندونو هرکلی کړی، خو ویلي چې د عملي اقداماتو په تمه دي.

له بل لوري سوداګر او پانګوال پر طالبانو په نیوکې سره وايي چې دوی یوازې په خوله شعارونه ورکوي او ځانونه د رسنیو له لارې خلکو ته ښه څرګندوي، خو په اصل کې له دوی (سوداګرو) د مالیې په نوم دومره پیسې اخیستل کېږي چې د دوی اقتصاد ته ورباندې صدمه رسوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button