کورني خبرونه

طالبانو له چینايي چارواکو سره قطر کې لیدلي

 افغانستان افغانستان

ایران کې د افغانستان ګاونډيان سبا غونډه کوي داسې مهال  کې چې سبا چهارشنبه د ایران مرکز تهران کې د چین او روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو غونډه د طالبانو له ګډون پرته پیل کیږی  د طالبانو حکومت چارواکو د قطر مرکز دوحه کې د چین بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي  نن سهار  د افغانستان  خارجه وزیر  امیر خان متقي د چین خارجه  وزیر سره لیدلي او د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزه راکړه ورکړه یې ورسره خبرې کړي ښاغلی مجاهد وايي  په دې غونډه کې فیصله  وشوه  چې درې ګونې کمېټې به جوړیږي چې یوه به یې سیاسي او دیپلوماتیک موضوعات   بله به د افغانستان او چین مرستو   او دریېمه هغه به په خاص توګه د اقتصادي ستونزو او په افغانستان کې د چینايی پروژو عملي  او د استخراجاتو برخه کې د چین همکاریو په اړه کار کوي

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

له دې مخکې په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټر   پیغام   کی لیکلی  د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا برادر اخوند د چین خارجه وزیر وانګ یې سره  په  دوحه کې لیدلي د دوی پلاوی له چینايي چارواکو سره په لیدنه کې د اقتصادي پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه  خبری کړی  بل اړخ د ایران وزیر خارجه ویاند سعید خطیب زاده وايي  سبا به تهران کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شي چې روسیه او چین به هم پکې له انلاین له لارې ګډون وکړی.

د ښاغلي خطیب زاده  د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د  غونډې پیل کوی د ایران بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان خارجه وزیران به غونډه کې حاضر  او د چین او روسیې خارجه  وزیران به له انلاین لارې دې غونډه کې ګډون وکړي.

طالبان  غواړی چی د ایران غونډی  او  ګونډیان هیوادونه  هڅه وکړی  حکومت په رسمیت وپیژنی تر څو د اقتصادی  ناوړه کړکیچ  نه نجات ومومی  او افغانان هوسا او ارامه ژوند غوره کړی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button