افغانستان

طالبانو ملکي او پوځي متقاعدانو ته د تقاعد ورکړه بېرته پیل کړه

اړوند خبرونه:

تقاعد نه ورکول له متقاعدینو سره ظلم دی

ملا هیبت الله د متقاعدینو د حقونو لپاره ځانګړې محکمې جوړوي

د طالبانو حکومت له یوه اوږده ځنډه وروسته د ملکی او پوځی متقاعدانو د اسنادو له تایید وروسته د تقاعد معاشونو ورکړه بېرته پیل کړې ده.

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د مشرتابه په مستقیم امر د ټول افغانستان په کچه د ملکی او پوځی تقاعد شویو کسانو د تقاعد معاشونه بېرته پیل شوي دي. دا پروسه یوازې هغو کسانو ته تطبیقېږي چې اسناد یې د ځانګړې محکمې له خوا تایید او منظور شوي وي.

د مالیې وزارت د تقاعد صندوق عمومي رئیس محمد رحماني، ویلي چې د معاشونو ورکړه به د ځانګړي مهالویش له مخې په ټول هېواد کې عملي شي.

نوموړي ټینګار کړی چې یوازې هغه تقاعد شوي کسان به خپل معاشونه ترلاسه کړي چې رسمي اسناد یې تایید شوي وي، څو د شفاف او منظم وېش پروسه ډاډمنه شي.

په اوسني لیست کې هغه تقاعد شوي کسان شامل دي چې د ملي ستندرد ادارې، د بیړنیو حالاتو ریاست، د شهیدانو او معلولینو وزارت، د بدني روزنې ریاست، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د اقتصاد وزارت، د چاپېریال ساتنې ریاست او د پخواني ملي امنیت شورا دفتر پورې تړلي وو.

طالبانو د تقاعد معاشونه بند کړي وو، ځکه چې د دوی په وینا د تقاعد شویو کسانو د اسنادو د تثبیت او تصفیې اړتیا وه. د دې لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه شوه تر څو د تقاعد شویو کسانو هویت او اسناد وڅېړي او تایید کړي.

تقاعد شوي کسان اړ شوي وو چې رسمي اسناد دې محکمې ته وړاندې کړي. اوس چې د یوې برخې اسناد تایید شوي، د معاشونو ورکړه بېرته پیل شوې ده.

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، شاوخوا ۱۵۲ زره تقاعد شوي کسان اوس د تقاعد معاش د ترلاسه کولو مستحق ګڼل شوي دي. د ملګرو ملتونو د تېر کال د اټکل له مخې، نژدې ۱۷۰ زره کسان د تقاعد معاش مستحق ګڼل شوي وو. تر دې وړاندې، ګڼ شمېر تقاعد شویو کسانو د معاش د نه ورکولو په اړه شکایتونه او حتي مظاهرې کړې وې.

وزارت ټینګار کړی چې یوازې هغه تقاعد شوي کسان به معاشونه ترلاسه کړي چې اسناد یې په بشپړ ډول د محکمې له خوا تصدیق شوي وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button