سیمه‌ییز

طالبانو په بغلان کې د مقاومت جبهې دوه غړي وژلي

د طالبانو اړوند رسنۍ خبر ورکوي چې په بغلان کې د مقاومت جبهې دوه غړي یې وژلي دي

په ورته وخت کې سرچینې تائیدوي، چې د طالبانو په کمین او د مقاومت جبهې له ځواکونو سره په نښته کې د دې جبهې یو قوماندان او یو بل غړی وژل شوي دي.

په بغلان کې سرچینو جمعه د چنګاښ پر ۸مه، افغان‌ناو ته وویل چې قوماندان عبدالصمد کوه ګدای چې په قوماندان حمزه مشهور و، د خیر محمد په نوم د یو کس په ګډون له دوو نورو کسانو سره د نهرین کوه ګدای سیمې ته د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره تللي و، چې د طالبانو له کمين سره مخ شول.

د سیمې ناسمه ارزونه

سرچينې ادعا کوي، چې د دې جبهې غړي په داسې حال کې چې د سيمې او هلته د طالبانو د حضور په تړاو یې کره معلومات نه لرل، عملیاتو ته لېږل شوي وو.

د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د جبهې نظامي قوماندان او د تېر حکومت د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهيم په ډېر ټينګار سره د دغو عملياتو امر ورکړى و.

سرچينه د دغې جبهې د غړو د مرګ ژوبلې مسوول شهيم بولي، ځکه د سیمې او هلته د طالبانو د حضور د څرنګوالي په تړاو یې له مطالعې پرته امر کړی چې دغه قوماندان د طالبانو پروړاندې عملیات ترسره کړي.

قدم شاه شهیم غبرګون نه دی ښوولی

سرچینه ادعا کوي، چې د شهیم د تېروتنې په پایله کې تېر کال په بدخشان کې هم د جبهې څو غړي ووژل شول.

د ملي مقاومت جبهې تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو په کمین کې دغه وژل شوي قوماندان، تېره اوونۍ په یوه ویډیو کې خپل موجودیت اعلان کړ او د دغې ډلې پر وړاندې یې پر وسله وال مقاومت ټينګار وکړ.

خو له دې سره، سره اکثره افغان سیاسیون او نړیوال په دې نظر دي چې په افغانستان کې د حل یوازنۍ لار خبرې اترې دي.

پر طالبانو هم نیوکه کېږي چې د جنګ له لارې قدرت ته ورسېدل او مذاکراتو ته پاملرنه، نه کوي. کارپوهان وايي، که افغانستان بیا د بدبختۍ خواته ځي، نو پړه به یې د طالبانو د رژیم وي.

د مقاومت جهې غړي څو ورځې وړاندې د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې په ویانا کې راټول شوي وو او د افغانستان په تړاو یې ناسته وکړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button