اقتصاد او سوداګري

طالبانو په روان لمریز کال کې د ۱۵ کانونو قراردادونه کړي

د طالبانو د تر کنټرول لاندې د کانونو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۵ کانونو قراردادونه یې لاسلیک کړي دي

هاخوا ددې برخې کار شناسان وايي، په افغانستان کې طالبان د کانونو نامسلکي کیندنې کوي چې په اوس کې دوی ته ګټه او د افغانستان راتلونکې ته زیانونه لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د کانونو له استخراجه ترلاسه شوي عواید باید پر بنسټیزو پروژو ولګول شي.

دا قراردادونه د اته میلیارد ډالرو په ارزښت دي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د پنځلسو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.

mining (3)

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د ترکیې، قطر، چین او ایران له پانګوالو او یوه برېټانوي شرکت سره شوي تړونونه د کانونو د استخراج په برخه کې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څلورو تر پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د شپیتو کوچنیو کانونو تړونونه هم له کورنیو شرکتونو سره شوي دي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

نور ولولئ: طالبانو ۴ ستر کانونه په قرارداد ورکړل

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «د بهرنۍ پانګونې لېوالتیا د تېر پرتله ډیره زیاته شوې ده او تېر کال موږ د بهرنیو پانګوالو د کتنو او غونډو شاهدان وو.»

د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

دا مهال لويې پروژې لکه د مس عینک کان استخراج، ټاپي او د قشقري د نفتو استخراج له مهمو پروژو دي، چې يوازې د قشقري د نفتو د را ایستنې چارې پيل شوې دي.

دا هم ولولئ:  د پټو ارایشګاوو پر وړاندې د طالبانو جګړه

پر سترو پروژو کار روان دی

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: «د سترو پروژو پر پیل او ګټې اخیستنې کار روان دی، د بیلګې په توګه له مس عینک پروژې د نفتو تر پروژې، ټاپي پروژه او نورې اقتصادي پروژې. که دغه پروژې عملي شي افغانستان به اقتصادي ټيکاو او پایېدونکو کاري فرصتونو ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت تل ډاډ ورکړی چې کانونه په قانوني او رڼه توګه را ایستل کیږي.

خو بل لورته ددې برخې کارشناسان وايي چې طالبان د کانونو په کیندنه کې نامسلکي مخکې ځي، چې په اوس کې دوی ته ګټه کوي، خو په اوږدمهال کې د افغانستان په تاوان دي.

طالبان بیا وايي چې کیندنې یې په معیارونو برابرې دي او هرې برخې ته یې پام دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button