ځاییکورني خبرونه

طالبان به د اساسي قانون ستونزه هواره کړي؟

دوه کاله کېږي چې طالبان بغیر له اساسي قانون د حکومت چارې مخکې وړي

د طالبانو له بیا حاکمېدو دوه کاله تېرېږي چې بغیر له اساسي قانون څخه خپلې چارې مخکې وړي، چې دا په خپله د دوی په لیکو کې د خپل سریو په معنی ده او هر څوک چې هر څوک وغواړي، هماغه کارونه مخکې وړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، پر اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو کار روان دی او وايي چې په نژدې وختونو کې به د اساسي قانون د نشتوالي ستونزه حل شي.

د اساسي قانون د تدوین چارې روانې دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د دوی رهبر ملا هبت الله اخوندزاده د سترې محکمې په مشر‍‍ۍ یوه پلاوي ته مسوولیت سپارلی چې پر اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو کار وکړي.

په کابل کې له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره یوه مرکه کې نوموړي وویل، نژدې وخت کې به اساسي قانون جوړ شي. نوموړي وویل: ”انشاالله په نژدې وخت کې به افغانستان د اساسي قانون او وزارتونه به د فرعي قوانینو څښتنان وي.”

مولوي عبدالکبیر په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي، چې دا به څه ډول اساسي قانون وي او کله به چمتو کېږي. د طالبانو پر حکومت نیوکه کېږي چې د هېواد چارې له اساسي قانون پرته پرمخ بیايي. بل لور ملت ته د حساب ورکولو په خبري غونډه کې د طالبانو حکومت عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وویل، د افغانستان د مخکنیو قوانینو د هېڅ مادې استناد شریعت ته نه و شوی.

د افغانستان پخواني قانون د اسلامي شریعت سره ټکر نه لري

نوموړی وايي، اوس کار روان دی او د هرې جریدې له مادو سره د قانون اصلي سرچینه لیکل کېږي، چې ماده یې له کوم ځایه اخیستل شوې ده. ځینې قانونپوهان بیا وايي، د افغانستان د مخکنیو قوانینو بنسټ اسلامي شریعت دی او د طالبانو د حکومت لخوا یې بدلون ته اړتیا نه شته. قانونپوه ظریف عالم ستانکزی په دې هکله وايي، په تېرو دوو لسیزو کې جوړ شوي قوانین له اسلامي شریعت سره هېڅ ټکر نه لري.

نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

دی د بېلګې په توګه د افغانستان مخکیني اساسي قانون د دریمې مادې یادونه کوي چې وايي، په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای په افغانستان کې د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف شي.

تېر کال د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي و، غواړي د افغان شاهي پېر اساسي قانون پلی کړی چې شاوخوا شپېته کاله پخوا د پاچا محمد ظاهر د واکمنۍ پر مهال پلی کېده. هغه ویلي و، دغه اساسي قانون به یې د منځمهالي حکومت د کار پر مهال د لنډ وخت لپاره وي. طالبانو په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د خپلې مخکینۍ واکمنۍ پر مهال هم همدا اساسي قانون کاراوه.

دا په داسې حال کې ده چې خلک د خپلو حقوقي غوښتنو لپاره ښکار مرجع نه لري ځکه اساسي قانون نشته

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button