نړیوال خبرونه

طالبان: د ترکیې غونډې ته لا هم چمتو نه یو

طالبان: د ترکیې غونډې ته تیار نه یو.طالبان وايي، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ مه نیټه د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوي.دوی وای دې کنفرانس ته هیڅ چمتووالی هم نه لري او د دې کنفرانس کې برخه هم نه اخلي.

دا خبرې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د رسنیو اسازو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د اپریل میاشتې له ۱۶مې نیټې وروسته په دغه کنفرانس کې د ګډون په اړه یې لاهم سلا مشورې روانې دي.ښاغلی محمدنعیم داسې ویلي د استانبول کنفرانس کې د ګډون په اړه  دوه نکتې د یادونې وړ دي: اول هغه تاریخ چې په رسنیو کې ددې کنفرانس د جوړېدو لپاره یعنې ۱۶ د اپریل ویل کیږي، په نوموړي تاریخ مونږ نه شو کولای یاد کنفرانس کې ګډون وکړو.

img 20210413 101119

د اپریل میاشتې له ۱۶ تاریخ وروسته په دغه کنفرانس کې د ګډون په اړه ډاکټر محمدنعیم داسې څرګنده کړې البته له پورته یادې نیټې وروسته په یاد کنفرانس کې د ګډون په اړه زمونږ مشورې روانې دي، چې کله مونږ پرېکړې ته ورسیږو، په اړه به یې رسنیو ته معلومات ورکړو.

طالبان په داسې وخت د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس کې د امریکا لخوا په ټاکل شوې نیټې له ګډون څخه انکار او د راتوتلونکې نیټې په هکله هم د مشورو خبره کوي، چې ټاکل شوې وه څلور ورځې وروسته دغه کنفرانس دائر شي.یاد کنفرانس کې د برخه اخیستو لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو یوه متحده طرحه هم چمتو کړه.

او تیره ورځ یې د ملي مصالحې عالي شورا ته وسپارله خو داسې ښکاري چې طالبان له دې کنفرانس وړاندې دا یقیني کول غواړي چې آیا امریکایان په ټاکلې نیټه خپل پوځیان له افغانستانه وباسي او که نه طالبانو په وار وار سره ویلي چې که بهرنی عسکر ونه اوځي دوی به ېېپر وړاندې جګړه پیل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button