ځایی

طالبان د حجاب په نوم د ښځو ځپلو ته دوام ورکوي

طالبان هڅه کوي چې دا ځل د حجاب نه مراعتولو په نوم د ښځو ځپلو ته دوام ورکړي

طالبان د افغانستان په څېر مذهبي ټولنې په څېر ټولنه کې د حجاب بهانه رامخکې کوي او په دې نوم د ښځو ضد حرکتونو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د هېڅ ښځې حجاب د اسلام له مبارک دین له امر سره سم دی، خو طالبان بیا په چادري ټینګار کوي چې هېڅ شرعي اساس نه لري.

تازه د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال محمد فقیر محمدي د حجاب ترویجولو په نوم، د دوی د اړوند وزارت د ځپونکو اقداماتو پر دوام ټینګار او د دغو اقداماتو ننګه کړې.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي، چې حجاب د دوی امر نه؛ بلکې د خدای امر دی او افغانان یې سل په سله ملاتړي دي.

طالبان د حجاب په بهانه د خلکو ناموس ته درېږي

طالبان په دې نه دي خبر چې د حجاب په نوم د خلکو ناموس ته په افغاني ټولنه کې درېدل کوم ډول عکس العملونه لري. دوی د نورو خلکو ناموس ته په لار کې درېږي او د حجاب په نوم چې ښځینه پولیسې هم ورسره نه وي، موټرو ته خېژوي او حوزو ته یې انتقالوي.

نور ولولئ:  طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

هغه نه دي ویلي، چې مخکې افغان ښځې بې حجابه وې کنه، خو په دې تړاو د طالبانو د رژیم کړنې په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ دي.

taliban
د طالب جنګیالیو انځور

د دوی په باور، طالب چارواکي په دې پلمه د خلکو خصوصي حریم نقضوي، سپکاوی ور اړوي او دا چارې به یې د پراخ ولسي نفرت او ناوړه پایلو هڅونکې شي.

د بیان ازادي له خلکو سلب شوي ده

د طالبانو له دغو اقداماتو سره که څه هم د بیان ازادۍ د نشتوالي له امله هېواد مېشتي افغانان مخالفت نه شي کولای، خو ډېرو بهر مېشتو یې دا کړنې نقد کړي.

د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر نړیوالو دیپلوماتیکو بنسټونو او له هغې ډلې یوناما او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې د افراطي کړنو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکو بیا له دې کړنو دفاع کړې او ویاند یې ذبیح الله مجاهد یوناما ادارې ته په یوه غبرګون کې په دې تړاو د نه تبصرو خبرداری ورکړی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پر دغه اقدام زیات افغانان نیوکه کوي او ددوی دغه چاره له افغاني فرهنګ څخه سرغړونه بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button