اقتصاد او سوداګري

طالبان د خصوصي سکتور ۱میلیارد او ۸میلیونه ډالره پوروړي دي

طالبانو تر اوسه یاد پورونه خصوصي سکتور ته نه دي سپارلي او لا هم پوروړي دي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې طالبان د خصوصي سکټور یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره پوروړی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند د خصوصي سکټور د پورونو، تضمینونو او ضمانتونو د بېرته ورکړې پروسې د پیل هرکلی کوي او هیله‌مندي ښيي چې یادې پیسې به له ارزونې او څېړنې وروسته خپلو کسانو ته ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «شاوخوا یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره به وي. د دغو پیسو به تفکیک کېږي او موږ غواړو، څو مستحقو کسانو ته ورکړل شي. مالیې وزارت باید ځینې پروژې تثبیت کړي چې ایا کار شوی که نه.»

که چېرته دا پورونه ورنه کړل شي، خصوصي پانګونه اغېزمنه کېږي

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان وايي چې د حکومت له‌خوا د خصوصي سکټور د پورونو ورکړه به په هېواد کې د اقتصادي ودې لامل شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن وايي: «شرکتونه د تېر دولت قراردادیان وو؛ د تامیناتو او ضمانت پیسې یې پر حکومت پاتې دي. دا یوه ښه پرېکړه ده چې دا پیسې ورکول کېږي. دا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور کار دی.»

نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

یو افغان سوداګر عبدالستار بیا وايي چې له دوو کلونو راهیسې يې سرپرست حکومت پورونه نه‌دي ورکړي. هغه له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې له دې وروسته ترې د ضمانت پیسې وا نه‌خلي.

د تامیناتو او نورې پیسې دې نه غواړي

هغه زیاتوي: «سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د سوداګرو پیسې ورکړي. موږ غواړو چې په بانک کې زموږ د ضمانت او تامیناتو پیسې حساب شي؛ د ضمانت او تامیناتو نورې پیسې راڅخه ونه غواړي.»

نور ولولئ: د افغانستان بانک: له بانکونو د پیسو اخیستلو کچه مو ۳۰۰۰ ډالره ته لوړه کړه

په همدې حال کې د مالیې وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه د ۵۱ بودیجوي بنسټونو له ډلې ۲۶ بنسټونه پېژندل شوي چې پورونه به يې ورکړل شي. د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د روان کال تر پایه به د دغو ۲۶ بنسټونو ۱۰ سلنه پورونه ورکړل شي.

د يادونې ده چې د خصوصي سکټور د اتحاديې مسوولانو تر دې وړاندې په يوه غونډه کې ويلي وو چې د خصوصي شرکتونو د پورونو د نه ورکړې له امله ۲۵ سلنه خصوصي شرکتونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

خصوصي سکتور که په کوم هېواد کې په خپلو پښو ولاړ وي، نو هلته اقتصاد په نوښتیزه بڼه مخکې ځي او وده کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button