ټکنالوجيکورني خبرونه

طالبان د پاسپورټ لپاره د انلاین نوم لیکنې پر ځای عریضې غواړي

د طالبانو د پاسپورټ ریاست خلکو ته ویلي چې د انلاین نوم لیکنې پر ځای دې ریاست ته عریضې ور وړي

دوی په انلاین بڼه کې د ستونزو رامنځته کېدل تخنیکي بللي او غواړي چې خلک باید د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي.

په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ ریاست وايي، د تخنیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولای له دې وروسته په انلاین ډول پاسپورتونه ووېشي او له خلکو یې غوښتي، چې له دې وروسته به په حضوري بڼه پر خلکو پاسپورټونه وېشي.

د یاد ریاست ویډیويي پیغام:

دغه لړۍ راتلونکې چهارشنبه پیلېږي

له دغه ریاسته د اېکس په پاڼه په خپره شوې ویډیو کې ویل شو:« په افلاین بڼه یا په سپينو عریضو به د پاسپورټ د وېش لړۍ د چهارشنبې په ورځ چې د مرغومې له ۲۰مې نېټې سره برابره ده پېل شي.»

نور ولولئ: هېوادوال: پاسپورټ دفتر دې ژر تر ژره بیا فعالیت پیل کړي

نور ولولئ: د الکترونیکي تذکرو او پاسپورټ سېستمونو د نښلولو د هوکړې لاسلیک

نور ولولئ: سعودي له افغانانو ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه ضبط کړي

په ویډیو کې زیاته شوې: «په انلاین بڼه کې د پېښو شویو ستونزو له امله او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده هغوی ته وار نه‌ رسېد؛ نو ځکه مو په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش بهیر پېل کړی دی.»

طالبانو دا هم ویلي، چې دغه بهیر به لومړی په کابل او بیا په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

د طالبانو په واکمنۍ کې خلک په اسانۍ پاسپورټ نه شي اخیستلی

که څه هم چې د پاسپورټ اخیستل او لرل د هر وګړي حقه حق دی؛ خو په افغانستان کې د پاسپورټ تر لاسه کول هغه ستونزمنه چاره ده، چې نن سبا د افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، ان تر دې چې پاسپورټ ته اړ کسان زرګونه ډالر کمېشن کارانو ته بډې ورکوي چې یو جلد پاسپورټ تر لاسه کړي.

passport2
انځور؛ د طالبانو تر کنترول لاندې پاسپورټ ریاست ته د خلکو انتظار.

ځیني خلک دا نیوکه هم کوي، چې طالبانو د پاسپورټونو د وېش کاروبار تور بازار ته سپارلی او له دغه بازاره طالبانو ته زیاته ګټه وټه رسېږي؛ خو طالبان بیا وايي چې دوی په دې برخه کې ګڼ کمېشن کاران نیولي او هغه مامورین یې هم له کاره شړلي چې له خلکو یې پیسې اخیستې.

تر دې وړاندې د پاسپورټ د یوه پخواني رییس ورور د مالي او اخلاقي فساد په تور ویډیو ګانې په خواله رسنیو کې ډېرې ښکته پورته شوې؛ خو لا تر اوسه هغه ته د سزا ورکولو او نورو مجازاتو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي او په دې برخه کې چوپه خوله پاتې دي.

پر دې سربېره لا هم په پاسپورټ ریاست کې د هر پاسپورټ پر سر زرګونه ډالره بډې اخیستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button